نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

جوبایډن د اسراییل او حماس تر منځ د لنډمهاله اوربند د غځېدو هڅې کوي

د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند وروستۍ ورځ ده، خو بایډ وايي، موږ یې د غځېدو هڅې کوو

د اسراییلو او حماس تر منځ د اوربند د غځېدو په اړه امریکا داسې مهال خبرداری ورکوي چې نن یې د لنډمهاله اوربند وروستۍ ورځ ده.

د امریکا ولسمشر د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه کې د رامنځته شوي ځنډ غځېدو لپاره د هڅو خبر ورکړی.

نور ولولئ: د حماس او اسراییلو تر منځ د یرغمل او زنداني کسانو تبادله روانه ده

جو بایډن ویلي حکومت به یې د هغې “هوکړې د غځېدو” هڅه وکړي، چې له مخې یې د حماس لخوا یو شمېر یرغمل شوي ازاد او دمګړۍ غزه کې جګړه درېدلې ده.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې نن دوشنبه د اسرائیل او حماس ترمنځ د لنډمهاله اوربند وروستۍ ورځ ده، خو د غځېدو لپاره یې دیپلوماتیکې هڅې او هېلې دوام لري.

د مصر بهرنیو چارو وزیر هڅې

رپوټونه وايي په دې لړ کې د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شکري له خپل امریکايي همپوړي ‘انتوني بلېنکن’ سره د لنډمهاله اوربند د غځېدو پر وړاندې پر پرتو خنډونو او یوه دایمي اوربند ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

هممهاله فرانسې هم هیله ښودلې چې غزه کې د اوربند هوکړه د حماس لخوا د ټولو یرغمل شویو تر ازادېدو پورې دوام وکړي.

نور ولولئ: اسراییل-حماس جګړه؛ اسراییلو ځواکونه الشفا روغتون ته ننوتل

د یادونې ده چې حماس له اسرائیل سره جګړه کې د رامنځته شوي ځنډ غځېدو او د نورو بندیانو تبادلې ته چمتووالی ښودلی، خو د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا ویلي چې هېڅ شی به یې خپلو اهدافو ته له رسېدو راونه ګرځوي. په دغو اهدافو کې د ټولو یرغملو پر خلاصون سربېره د حماس لمنځه وړل هم شامل دي.

له حماس سره نور یرغمل شوي اسراییل

د امریکا ولسمشر حماس لخوا غزه کې د نورو ساتل کېدونکو یرغملو د خوشې کېدو احتمال په اړه وویل “هیله من یو، خو دمګړۍ په پریکنده ډول څه نشو ویلی.”

هغه زیاته کړې “موږ د داسې فرصت په لټه کې یو چې دا مسئله پای ته ورسوو – چې ټول یرغمل شوي ازاد شي او حماس، څنګه یې ویلی شو؟ نور د غزې پر یوه برخه هم کنټرول ونلري.”

ښاغلي بایډن همدا راز د یو شمېر یرغملو د ازادېدو اوسنۍ هوکړه هم د امریکا د کارنده او جدي دیپلوماسۍ پایله بللې ده.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین یتنیاهو وايي، چې هېڅ ډول فشارونه به یې له خپلې موخې راونه ګرځوي. دده موخه داده چې اسراییل په بشپړ ډول غزه له حماس څخه پاکه کړي او ځان ته متوجه ګواښ له منځه یوسي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button