نړیوال خبرونه

جوزجان کې طبیعي ګاز اېستل شوۍ

کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې یو څا نه طبعي ګاز ایستل شوۍ. د هغه په وینا د ګازو استخراج یا اېستلو بهیر بریالی شوي د دوی په وینا د ګاز د تولید له مخې به افغان دولت ۸ اعشاریه ۵ میلیون ډالر کلنی عاید ترلاسه کړي. د دغې وزارت ویاند د عبدالقدیر مطفي وايي، د ګاز او تېلو د موندلو لپاره یې د جوزجان ولایت یتیم تاق ساحه کې له دې څا د ګاز پر اېستلو بریالي شول.

د غه وزارت په خپله فیسبوکپاڼه هم له ۳۲ شمېرې څا د ګاز اېستلو د لړۍ خبره شوې او هم زیاته شوې چې ټاکلې ده دې سیمه کې پر ۳۶ شمېره څا هم کار پیل شي. پر فیسبوکپاڼه له دې خبر سره داسې ویډیو هم خپره شوې چې پکې له یوه نل د ګاز لمبې پورته کېږي.

چارواکي وايي، له دې دوو څاګانو د ګاز اېستلو سره به د افغان ګاز توليدي ظرفیت په سیمه کې له نورو څاګانو سره نږدې اته لکه متر مکعب ته په شپه ورځ کې ورسېږي. د چارواکو په خبره، د دې دوو څاګانو د ګاز اېستلو سره د مزار شریف کود برق او بیات ګروف او غضنفر شرکتونو انرژۍ اړتیا پوره کېږي.

جوزجان د طبیعي ګاز ډېرې زېرمې لري او د تېر کال د نومبر لومړیو کې ترې ګازي برېښنا هم تولید شوه. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په خبره، دا په افغانستان کې لومړی ځل دی چې د ۴۰ میګاواټ په اندازه له طبیعي ګاز برېښنا جوړېږي.

افغانستان اسیا کې د طبیعي زېرمو له اړخه بډایه هېواد دی، چې پر زېرمو یې ډېر لاس نه دی وهل شوی. فغانستان کې داسې ۱۴۰۰ ځایونه په نښه شوي، چې ویل کېږي، طبیعي زېرمې پکې شته

د افغانستان حکومت او د ځمکې پېژندنې یو شمېر نړیوالو ادارو له لوري تر لاسه شویو معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې افغانستان کې تر خاورو لاندې شته طبیعي زېرمو ارزښت له ۳۰۰۰ میلیاردو ډالرو اوړي. خو دغه هیواد کې د څو لسیزو جګړو د کانونو سکتور هم زیانمن کړی او ډېر پرمختګ پکې نه دی شوی..

د افغانستان ډېر کانونه په ناامنه سیمو کې پراته دي چې ځینې ناقانونه کیندل کېږي او کیندونکي یې د حکومت وسله والو مخالفانو ته باج ورکوي.

حکومت دغه کانونه د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې یوازنۍ لاره بولي او ډاډ ور کوي چې قانوني کولو ته یې هڅې پېل شوي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button