نړیوال خبرونه

جينوا كنفرانس:افغان حکومت سره د نړیوالو مرستې

جینیوا کې د افغانستان د رفا او ځان بساینې په نوم رابلل شوي کنفرانس کې د نړۍ ډېری هیوادونو له افغان حکومت سره میلیاردونه ډالر کومک اعلان کړ.د دې نه وړاندې ویل کېدل چې ښايي دغه کومک ونشي لامل ېې د فساد سره مبارزه نه کول یاد شوی وو.

شمروز خان مسجدي چې دمالیې وزارتویاند دی په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، چې د جینیوا کنفرانس په ناسته کې اروپايي اتحادیې، پاکستان، جاپان، هند، ایټالیا، انګلستان، اسټرالیاډنمارک، ناروې او یو شمېر نورو هیوادونو په کلني ډول او یا هم د مرستو په څلور کلن پروګرام کې له حکومت سره د مرستو اعلان کړی.دهغه په خبره، که څه هم تمه ده چې د غونډې په دوام د امریکا او سعودي په ګډون یو شمېرمهم هیوادونه او د نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک په ګډون یو شمېر مهم بنسټونه مرستې اعلان کړي؛

خو تر اوسه له حکومت سره د شویو مرستو اندازه شپږ میلیارد ډالرو ته رسېدلې.دغه مرستې داسې مهال اعلانېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د افغان سولې خبرې هم پیل شوې.

داسې ګمان کېده چې نړیوال به نور له حکومت سره مرستې ونکړي او شوې مرستې به د هیواد په سوله او ثبات پورې وتړي؛ خو داځل هم د ۲۰۱۶ کال د جینوا کنفرانس په اړه مرستې اعلان شوې.او لا هم تمه کیږي چې مرستې نورې هم زیاتې شي ویل کیږي چې د نړیوال بانک او امریکا لخوا لا هم د مرستو اعلان ندی شوی.

د جېنيوا کنفرانس کې د مرسته کوونکو هيوادونو له توقع څخه لوړو مرستو لپاره، له ټولو هيوادونو څخه مننه کړې او سوشل میډیا کې په دې اړه ویلي چې د جینیوا کنفرانس پخپل ځان کې د افغانستان لپاره له سیاسي پلوه یوه بې ساري لاسته راوړنه ده.دويي پر حکومت ږغ کړی. چې د تېر ځل څخه په تفاوت دا ځل ټولي مرسته شوي پيسې په پرمختيايي چارو کې په شفاف ډول مصرف کړي؛ د فساد او څو مشخصو کسانو جېبونو ته د تللو مخه يې ونيسي.
.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button