حامد کرزي د کوچني حیدر په مړینه خواشیني دی

ځړول شوی:فبروري 19, 2022 لخوا ځړول شوی:اباسين تبصرې:0

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د زابلي ماشوم حیدر په مړینه سخت خواشینی دی او د هغه کورنۍ ته یې په دې دروند غم د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.

د ویلو ده چې د زابل مرکز قلات تر څېرمه جلدک سیمه کې د تېرې سه شنبې په ورځ د حیدر په نوم یو پنځه کلن ماشوم څاه ته لوېدلی و، چې نن سهار یې په مړ حالات کې راوویست.

حامد کرزی د دغه ماشوم په مړینه لیکلي:((په زابل ولایت کې د یوه شپږ کلن ماشوم حیدرجان د مړینې خبر، چې په یوه څاه کې لوېدلی و او د ژغورنې له هڅو بیاهم ومړ، ډېر خواشینی کړم.))

نور یی ولوله | پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري

ښاغلي کرزي زیاته کړې:((زه د حیدرجان مور او پلار ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای له درباره ورته د فردوس جنت دعا کوم.))

زابلی ماشوم چې تېر ورځ له خبرو لوېدلی و، نن سهار له شاوخوا ۹۰ ساعتونو وروسته راوویستل شو، که څه هم په لومړیو کې د هغه د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه کېده، خو وروسته وویل شوه چې له بده مرغه هلک ژوند له لاسه ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *