حسن عیسی خېل یوځل بیا تېزه سلیزه ووهله

خیل سنچري

حسن عیسی خېل یوځل بیا تېزه سلیزه ووهله. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم مشهور الراونډر لوبغاړي محمد نبی زوی حسن عیسی خېل یوځل بیا په متحده عربي اماراتو کې د شارجه کرکټ کلب لپاره په یوې لوبه کې چټکه سلیزه وهلې ده.

په دغې لوبه کې لومړی توپ وهنه د ( YTCA) اکاډمۍ لوبډلې وکړه چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شارجه لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې د ۲۱۸منډو هدف وټاکه.شارجه کرکټ کلب ټاکل شوی د ۲۱۸ منډو ستر هدف د حسن نبي عیسی خېل د چټکې توپ وهنې پرمټ په ۱۸م اور کې پوره کړ او د لیګ اتلولي یې په خپل نوم کړه.

حسن عیسی خېل په دې لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه په ۴۱ توپونو باندې د نهه شپږیزو او ۷ څلوریزو پرمټ ۱۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې وګټله.د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم د محمد نبي عیسی خېل زوی حسن نبي عیسی خېل ترلاسه کړه ځکه چې په نن لوبه کې یې تر ټولو ډیرې منډې وکړې.

حسن عیسی خېل لا ۱۶ کلن ځوان دی چې نوی نوی یې کرکټ پیل کړی دی، خو تر دا مهاله په مسلکي کرکټ کې د یوه ځوان په توګه ښه ځلیدلی دی.حسن عیسی خېل د خپلې لوبډلې لپاره په دغې سیالۍ کې په دویمه ویکټ میدان ته راووت چې خورا سترې شپږیزې یې نندارې ته وړاندې کړې .

20210528 154914

داچې محمد نبي د حسن عیسی خېل پلار دی نو په همدې ترتیب یې زوی هم غواړي چې په راتلونکي کې په خپلې وړتیا سره افغانستان ته نړیوال کرکټ ترسره کړي.نوموړی د ښه پلبر تر څنګ بو ښه هلک هم دی نوموړی هر وخت کوشش کوی چې ښه اخلاق وکاروي او خلک ترینه خفه نشي.

اشتراک در
اطلاع از
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments