حمدالله محب: دسولې د هڅو تر څنګ جګړې ته هم دوام ورکوو

ځړول شوی:اکتوبر 24, 2020 لخوا ځړول شوی:Mujeeb Rahman تبصرې:0

حمدالله محب: دسولې د هڅو تر څنګ جګړې ته هم دوام ورکوو. دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ خبرې رواني دي؛ د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، حکومت د سولې د هڅو تر څنګ له طالبانو سره د جګړې هم کوو ځکه د ولس دفاع زمونږ مسولیت دی .

محب د بي بي سي له انګلیسي څانګې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د سولې هڅې او جګړه به یو ځای روانه وي ځکه دده په خبره، تر هغو چې طالبان د جګړې په ډګر کې ځپل شوي نه وي، هغوی سولې ته غاړه نه ږدي « که طالبانو په شا ونه تمبوو، هغوی سولې ته نه حاضرېږي، په اوسني وخت کې هم طالبان وخت وژنه کوي، هغوی فکر کوي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به امنیتي ځواکونه دهغوی په وړاندې را وپرځېږي او حکومت به سقوط وکړي.»

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

نوموړي همداراز ویلي.چې طالبان د حکومت د ځواکونو په جنګي مهارتونو باور نه لري او د هوايي بریدونو په مهال فکر کوي چې بهرنیان د حکومت له عسکرو سره مرسته کوي؛ خو د محب په خبره، دا فکر سم نه دی.نوموړي ددې تر څنګ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یقیني بولي او دده له قوله، په امریکا کې ټول اوس دې پایلې ته رسېدلي چې عسکر باید له افغانستانه ووزي

د هېوادد ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي،د سولې د هڅو تر څنګ له طالبانو سره هم جګړه روانه ساتي؛ ځکه دده په خبره، هغوی له ځپل کېدو پرته سولې ته نه حاضرېږي.د محب په خبره، طالبان د عسکرو په جنګي مهارتونو باور نه لري او فکر کوي چې عسکر د بهرنیانو په مټ هوایي بریدونه کوي

د ښاغلي محب له لوري د جګړې پر دوام ټینګار داسې مهال دی، چې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه په قطر کې د خبرو مېز ته ناست دي او په دوران کې يې حکومت په بیا، بیا  طالبان تورنوي چې اوربند نه غواړي او جګړه یې روانه ساتلې.ورته مهال طالبان بیا وايي، چې دوی غواړي د مؤقتي اوربند په ځای د افغانستان جګړه په اساسي ډول ختم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.