نړیوال خبرونه

حمدالله محب له افغان ولس بښنه وغوښتله

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د جمهوریت په نسکورېدو کې د خپلې ناکامۍ اړوند مسوولیت منلی او له کبله یې له افغان ولسه بښنه غوښتې ده. 

ښاغلی محب په‌دې مرکه کې له افغانستانه مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای وتل توجیه کوي او وایي، دا کار له کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره وشو.حمدالله محب له “بي‌بي‌سي” سره د مرکې پر مهال ویلي: «هر هغه څه چې زما د ناکامۍ اړوند دي، زه یې مسوولیت پر غاړه اخلم او زه د افغانستان له خلکو بښنه غواړم او زه هیله لرم، ټول هغه شخصیتونه چې په‌دې ناکامۍ کې یې رول درلود رامخ‌ته شي او جزییات دې ورکړي، ځکه دا داسې څه دي چې موږ یې باید د افغانستان خلکو او تاریخ ته بیان کړو، څو زموږ هېوادوال ښه راتلونکې ولري.»

ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان په دې اړه بېلابېل اندونه لري. د نړیوالو چارو شنونکی سید هارون پاچا وايي: «دا ټلوېزیون ته راڅرګند شو او بښنه یې وغوښتله، دا د ملت په سترګو کې یو ځل بیا خاورې شیندي. ملت هېڅ وخت حمدالله محب نه‌بښي.»

نور یی ولوله | کرکټ بورډ: اګست میاشت کې ایرلېنډ سره لوبې لرو

د ښځو د حقونو فعاله ډیوه پتنګ وايي: «هغه چارواکو چې د افغانستان په سقوط کې یې لاس درلوده، لوړې دندې یې درلودې؛ نو هغوی هم باید راوړاندې شي او د خپلو ګړنو بښنه باید وغواړي.»

د تېر حکومت له نسکورېده وروسته ډېری سیاستوال او حکومتي چارواکي له هېواده ووتل چې د هغوی دا ډول وتل په کور دننه او بهر د افغانانو تر نیوکو لاندې راغلل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button