نړیوال خبرونه

حنیف اتمر د امریکا سفیر سره ولیدل

حنیف اتمر د امریکا سفیر سره لیدلي دي د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن سره ولیدل او د خپلو وروستیو سفرونو جریان ېې ورسره شریک کړ.نوموړي دا لیدنه داسې حال کې تر سره کړه چې په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونو ته سفر وکړ.

د خارجه چارو وزارت نه په خپره شوې وېبپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په روان سیاسي او امنیتي وضعیت، د سولې بهیر په ننګونو او دغه بهیر لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر اهمیت او ملاتړ خبرې کړي دي.په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د لیدنې په ترڅ کې حنیف اتمر ازبکستان او سعودي عربستان ته د خپلو وروستیو سفرونو او دغو دواړو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او درې اړخیزو همکاریو په اړه هم امریکايي سفیر ته معلومات ورکړي دي.

دلیدنې پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او حکومت ترمنځ د سلا مشورو د زیاتولو، له طالبانو سره د امریکا متحدو ایالتونو د توافق بیا کتنې او خپلو ژمنو ته د طالبانو د پابندولو په اړه له امریکايي لوري څخه د کومک غوښتنه کړې ده.د خبرپاڼې په پای کې ویل شوي چې کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن حنیف اتمر ته ډاډ ورکړی ې هېواد به یې له افغانستان څخه بشپړ ملاتړ کوي او په دې اړه به خپلو ژمنې عملي کولو لپاره اقدامات وکړي.

20210208 085029

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په داسې مهال د خپلو وروستیو سفرونو په هکله معلومات په کابل کې د امریکا سفیر سره شریکوي، چې په دې وروستیو کې د ښاغلي اتمر او ارګ ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

دغه وزارت کې باخبره سرچینې داهم وايي، چې ارګ د حنیف اتمر د لرې کولو په هکله هم سلا مشورې پیل کړي.خو داسې ښکاري چې په کابل کې امریکايي دیپلوماتان د اشرف غني له دغه کار سره مخالف دي او همدا لامل دی چې نوموړي تراوسه د اتمر پرضد څه پرېکړه نده کړې

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button