نړیوال خبرونه

حوثیانو پر امریکايي او برتانوي بېړیو د بریدونو ګواښ کړی

حوثیان وايي چې امریکا او بریتانیې پر یمن یرغل کړی او دوی به یې بېړۍ په نښه کړي

د یمن حوثیانو یوه امریکايي بېړۍ به بالستیک توغندي ویشتلې، خو امریکا وايي چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي قوماندانۍ یا سېنټکام ویلي چې د ایران لخوا ملاتړ کېدونکو حوثي جنګیالیو د امریکا یوه باروړونکې بېړۍ “د جبل الطارق باز” یا چېبرالټر اېګل په بالستیک توغندي ویشتلې. خو وايي، کوم کس او بېړۍ ته جدي زیان نه دی اوښتی او په خپله لاره درومي.

سېنټکام ویلي چې د سره سمندر په سوېل کې په سوداګریزو لارو له دې وړاندې بل توغندی هم توغېده خو ناکام شوی او په یمن کې لوېدلی چې زیان يې نه دی اړولی.

hosi1
انځور؛ حوثیان چې اسراییلي بېړۍ هدف ګرځوي.

په سره سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو بریدونه

په سره سمندر کې پر بېړیو د حویثانو بریدونه چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په غزه کې د اسرائیل د جګړې په غبرګون کې پیل شول تېره اونۍ د امریکا او برېتانیا له ځوابي بریدونو سره هم مخ شول.

نور ولولئ: ملګري ملتونو؛ له سوډانه به ۸۰۰ زره خلک وتښتي

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده

نور ولولئ: امریکايي او برتانوي ځواکونو پر حوثيانو بریدونه کړي

خو د حوثیانو یوه پوځي ویاند یحیی صارع پر امریکايي بیړۍ د دوی تازه برید مخامخ ګوزار بللی.

“په غزه کې د فلسطيني وګړو د ځور په خاطر چې د صهیونستي رژیم د زړه بوږنوونکې ټولوژنې قرباني دي او زموږ پر هېواد د امریکايي – برېتانوي یرغل په ځواب کې د یمن سمندري ځواکونو د لوی الله په مرسته په عدن خلیج کې د امریکا په یوه بېړۍ د څو سمندري توغندیو ګوزارونه وکړل چې هدف سم لګېدلی”.

ده زیاته کړې چې هره هغه برېتانوي او امریکايي بیړۍ به په نښه کړي چې په یمن یرغل کې ګډون کوي.

“د یمن وسله وال ځواکونه ټولې امریکايي او برېتانوي پوځي بېړۍ چې زموږ د هېواد خلاف یرغل کې ګډون کوي دښمن هدفونه ګڼي. امریکايي او برېتانوي بریدونو ته غبرګون حتمي دی او هېڅ یرغل به بې سزا پاتې نشي.”

په غزه کې د وینو ویالې

خو دا داسې مهال دي چې په غزه کې خونړۍ جګړه لا هم روانه ده. لا هم هره ورځ د لسګونو فلسطينیانو د وژل کېدو خبرونه ورکول کېږي.

تازه د اسرائیل دفاع وزیر یاف ګالانټ ویلي چې په سوېلي غزه کې يې د حماس خلاف سختې جګړې پړاو پای ته نږدې کېدونکی دی.

hosi2
انځور؛ د حوثیانو تر برید لاندې امریکايي بېړۍ.

اسرائيلي پوځ په وروستیو اونیو کې په سوېلي خان یونس ښار او رفح کې پوځي عملیات وروسته له هغې ګړندي کړي وو چې ویل يې په شمالي غزه کې يې د حماس پوځي جوړښتونه نړولي.

بلخوا حماس تازه یوه وېډیو خپره کړې چې پکې د دوو سړیو جسدونه لیدل کېږي او هغه ښځه چې ورسره ده وايي دا کسان په بند کې وژل شوي. حماس ویلي چې دا دوه اسرائيلي یرغمل شوي وو او د اسرائيل په بمبار کې وژل شوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button