نړیوال خبرونه

حوثیان په سره سمندر کې د لا زیاتو حملو لپاره د ایراني وسلو د تر لاسه کولو هڅه کوي

پولیټیکو مجله په یوه مقاله کې وايي چې حوثي ملیشې له ایران څخه د زیاتو وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دي

حوثیانو وروسته له هغې په سره سمندر کې اسراییلو ته پر تلونکو بېړیو حملې پیل کړې چې اسراییلو په غزه کې د جګړې پر مهال جنګي جنایتونه وکړل او ګڼو فلسطیني ښځو او ماشومانو ته یې مرګ-ژوبله واړوله.

پولیټیکو راپور ورکړی چې د امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو لخوا راټول شوي معلومات ښیي چې حوثي ملیشې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د زیاتو وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

په سره سمندر کې به حوثیان بریدونه نور هم زیات کړي

یاده مجله په خپل راپور کې وايي چې د دغو معلوماتو له مخې، د حوثیانو هدف په سور سمندرګي کې د خپلو بریدونو زیاتول دي.

په دې اړه د سي بي ایس شبکې راپور:

که چېرې حوثیان پرمختللي وسلې تر لاسه کړي، نو انګلیستان، امریکا او اسراییلو ته به په سره سمندر کې په لوی ګواښ بدل شي.

نور ولولئ:  امریکايي او برتانوي ځواکونو پر حوثيانو بریدونه کړي

نور ولولئ: ملګري ملتونو؛ له سوډانه به ۸۰۰ زره خلک وتښتي

نور ولولئ: حوثیانو پر امریکايي او برتانوي بېړیو د بریدونو ګواښ کړی

د دغه راپور له مخې امریکايي چارواکي د حوثیانو د بریدونو زیاتولو د پلان په اړه معلومات له یوې میاشتې راهیسې تر څار لاندې لري او شني یې. دا معلومات دا هم په ګوته کوي چې شونې ده حوثیان په سیمه کې پر لوېدیځو ځواکونو هم برید وکړي.

hossi1
ایرانۍ وسلې چې حوثیان یې د تر لاسه کولو هڅه کوي.

په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو موخه

حوثیان په سور سمندرګي کې خپلو بریدونو ته د یوه تاکتیک په سترګه ګوري چې پر امریکا فشار راوړي چې د حماس پر ضد د اسراییل له پوځي عملیاتو خپل ملاتړ پای ته ورسوي. دغې ډلې د نومبر له نیمایي راهیسې په سره سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو په وړاندې له ۳۰ څخه ډیر توغنديز او ډرون بریدونه کړي دي.

په تېرو لسو ورځو کې د امریکا پوځ په ځلونو په یمن کې د حوثیانو په مرکزونو بریدونه کړي دي. په وروستۍ پېښه کې د امریکا جنګي الوتکو د شنبې په ورځ یو بېړۍ ضد توغندی له منځه یووړ چې توغولو ته چمتو و. د حوثیانو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له ویجاړولو سره سره دغې ډلې ویلي چې خپلو بریدونو ته به دوام ورکړي.

پر دې سربېره برتانیا او امریکا په ګډه په یمن کې د حوثیانو هدفونه په نښه کړل. حوثیانو ګواښ وکړ چې پر یمن د امریکا او برتانیا یرغل ته به بې ځوابه پاتې نه شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button