نړیوال خبرونه

حکمتیار: تر ټولو بویه لاسته راوړنه د افغانستان نه د امریکا وتل وو

د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، د افغانستان د تېر جمهوري نظام سقوط او له دې هېواد د بهرنیو ځواکونو وتل یو مثبت ګام او یوه لویه لاسته راوړنه وه.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ورځ

نوموړي بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، تېر کال اګست کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې عامو خلکو د نظام پر ضد پاڅون وکړ او بدلون یې راوست. ښاغلی حکمتیار وایي، امریکایانو د طالبانو په ګډون پر ټولو افغانانو جګړه ور تپلې وه، د طالبانو پخوانی حکومت یې نسکور کړی و او ځکه دې ډلې (طالبانو) له جګړې پرته بله چاره نه درلوده

نور یی ولوله | متقي : نړۍ باید له افغانستان او نوي نظام سره همکاري وکړي

نور یی ولوله | نجیبه فیض د درې رنګه بیرغ په اړه

طالبان له سخت حالت سره مخ دي

ښاغلي حکمتیار ویلي، طالبان له یو سخت حالت سره مخ دي، ځکه چې یو وېجاړ او جنګ خپلی هېواد په میراث کې ورپاتې دی. نوموړي بي بي سي ته ویلي، دیموکراسي او قبضه یو ځای نشي چلېدلی، او که امریکا درښتیا هم افغانستان کې دیموکراسي غوښتلی نو خپل اشغال به یې پای ته رسولی وای.

افغان نجونې دا مهال ثانوي زدکړو نه راګرځول شوې دي. ګلبدین حکمتیار له بي بي سي سره خبرو کې ټینګار کړی چې تعلیم یو خدای ورکړی حق دی او افغانې نجونې باید اجازه ترلاسه کړي چې ښوونځیو ته لاړې شي. خو نوموړي ویلي، د بشري حقونو او د ازادۍ خبرې د امریکا د شتون په کلونو کې هم تشې خبرې وې او په حقیقت کې یې شتون نه درلود.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button