نړیوال خبرونه

خلیلزاد د سیمې مملکتونو ته په تازه سفرونو راوتلی

خلیلزاد د سیمې مملکتونو ته په تازه سفرونو راوتلی.د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته په تازه سفر راوتلی دی.تر څو دافغانستان په وروستیو حالاتو باندې د سیمې هیوادونو سره سلا مشورې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد به ددې سفر په ترڅ کې د ازبکستان، پاکستان او قطر هېوادونو له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې او بحثونه وکړي.د خلیلزاد اوسنی سفر په داسې مهال ترسره کیږي، تازه د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پریکړې څخه دفاع وکړه او وې ویل چې امریکا به د اګست میاشتې تر پایه خپل نظامي حضور ته د پای ټکی کښيږدي

img 20210711 094400

او له دې وروسته به د کومکونو، سیاسي او دیپلوماتیکو لارو چارو څخه د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره کار کوي.بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر دوه پلاوي تر اوسه ایران او روسیې ته تللي دي، په ایران کې د طالبانو پلاوي د ایراني چارواکو سربېره د افغان سیاسي شخصیتونو سره کتلي دي او په روسیه کې يې هم د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو او د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي سره لیدنې کتنې کړي دي.

ویل کیږي په قطر کې بین الافغاني مذاکرات یو ځل بیا پیل شوي او د معلوماتو سره سم هره دوهمه ورځ دواړه ټیمونه یو بل سره مخ کیږي او پر اجڼدا باندي بحثونه کوي، نن ټکی اسیا ته یو شمیر سرچینو ویلي چې څه پرمختګونه هم په دغو مذاکراتو کې را منځته شوي دي خو دواړه لوري يې د اعلان څخه ډډه کوي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو په نظامي برخه کې د هېواد په مختلفو سیمو کې له ۱۷۰ څخه زیاتې ولسوالۍ او سلګونه امنیتي پوستې او غټې قرارګاوې نیولي دي.دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې د جګړې ډګرونه تاوده او حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره د جګړې لپاره د ملیشو ترڅنګ پخواني ټوپکسالاران هم مسلح او عملا د جګړې ډګرونو ته ولېږدوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button