Uncategorized

خلیلزاد: د ملا یعقوب له لیک وروسته مو د سولې خبرې پیل کړې

له طالبانو سره د سولې د خبرو لور ته لومړني ګامونه د ملایعقوب له لیکه وروسته پورته شول

د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پر اساس، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره د موافقې په اړه د خبرو لپاره لومړني ګامونه د اوباما په حکومت کې پورته شول نه د ډانلډ ټرمپ.

د خلیلزاد په وینا، دا ګامونه وروسته له دې واخیستل شول چې د اوباما د حکومت په دوره کې ملایعقوب مجاهد امریکا ته لیک واستاوه او په هغه کې یې ویلي و چې د افغانستان جنګ له پوځي لارې پای ته نه رسیږي او طالبان د جګړې د پای ته رسیدو غوښتونکي دي.

خلیلزاد ته درې لومړیتوبونه

د ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې پرون (چهارشنبې) پر خپله ایکسپاڼه خپرې کړي دي.

دا څرګندونې د امریکا د باندنیو چارو وزارت له هغو چارواکو سره، چې له افغانستانه د وتلو په پروګرام کې یې ونډه لرله، د مایکل مککال په مشرۍ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مرکو د لړۍ پنځمه برخه ده.

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده

نور ولولئ: د ۳ امریکایانو وژل کېدل او ۳۵ نور ټپیانېدل؛ خلیلزاد د ایران پر وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه

خلیلزاد ویلي چې د ټرمپ حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره ده ته درې لومړیتوبونه ټاکلي و: د داسي موافقې په اړه خبرې چې د خوندي او منظم وتلو امکان برابر کړي، ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځالې نه بدلیږي او د بین الافغاني خبرو اړتیا.

د سي اېن اېن نوي موندنې؛ امریکایانو کابل هوايي ډګر کې له ځانمرګي وروسته ځینې کسان په ډزو ووژل

د بهرنیو اړیکو د کمېټې د سند پر اساس، خلیلزاد د ۲۰۲۰ په دوبي کې د زرګونو طالب بندیانو پر خلاصون د دې لپاره ټینګار وکړ چې طالبان د خپلو بندیانو له خوشي کېدو پرته د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه تیارېدل.

د بندیانو له خوشي کولو سره د پرځېدلي جمهوریت مخالفت

خلیلزاد ویلي چې دی، د بهرنیو چارو وزیر او نور په دې برخه کې همنظره وو او د بین الافغاني خبرو تر پیلیدو مخکې طالبان د اعتماد رامنځته کېدو لپاره د یو لړ اقداماتو غوښتونکي وو.

خلیلزاد ویلي چې د افغانستان حکومت د بندیانو له خوشي کېدو سره مخالف نه و خو د زیات شمېر بندیانو له خلاصون سره مخالف و. ده وویل د افغانستان پخوانی حکومت د دواړو خواوو ترمنځ د یو شان بندیانو د تبادلې غوښتونکی و.

خلیلزاد ویلي چې د بایډن حکومت درې انتخابه لرل: د دوحې موافقې پر نه مشروطولو او له تروریزم سره پر مبارزې ټینګار، دوهم د موافقې څېرل او تر پښو لاندې کول لکه څرنګه چې یې له ایران سره وکړل او درېیم په مشروط ډول د موافقې منل.

خلیلزاد ویلي چې ده د موافقې د مشروطولو سپارښتنه کړې وه او باور لري چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم ورته سپارښتنه کړې وه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button