افغانستان

خلیلزاد: طالبانو فاروق اعظم له بنده خوشی کړی دی

اړوند خبرونه:

د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي

زلمی خلیلزاد وايي، راپورونه ترلاسه شوي چې طالبانو فاروق اعظم خوشې کړی دی

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي؛ داسې راپورونه یې ترلاسه کړي، چې ډاکټر فاروق اعظم له بنده خوشې شوی دی.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: “که رښتیا وي دا مثبت خبر دی.

هغه ډاکټر اعظم یو وطنپال او افغانستان ته د خدمت وړ شخصیت بللی دی.

ډاکتر فاروق اعظم چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار دی، تېره میاشت پر ملا هبت الله د ظاهراً نیوکو له امله طالب استخباراتو نیولی دی.

د راپورونو له مخې هغه د طالبانو نظامي محکمې ته وړاندې شوی و.

طالبانو تر اوسه د فاروق اعظم د نیولو او یا بېرته له بنده د خوشې کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، عباس ستانکزی هم د ملا هبت الله له تګلارو سره د مخالفت له امله له هېواده ایستل شوی او تر ننه یې برخلیک معلوم نه دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button