نړیوال خبرونه

خلیلزاد: یو اړخ به هم اسلامي امارت ونه مني

د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت نظام نړۍ ته د منلو وړ نه دی او د ټولو هېوادونو لپاره جمهوریت سره کرښه دی.

زلمی خلیلزاد چې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره افغانستان ته راغلی، له طلوع تلویزیون سره یې په خپله مرکه کې ویلي دي، چې افغانستان کې اسلامي امارت نړۍ ته د منلو نه دی او هیڅ وخت به هم نړیوال دې ته غاړه کېنږدي، چې افغانستان کې دې د اسلامي  امارت نظام قایم شي.

خلیلزاد ويلي دي، چې ملګري ملتونو، امریکا، روسیې او اروپا هم په خپلو اعلاميو کې ويلي دي، چې په افغانستان کې اسلامي امارت نه غواړي او د دغې نړیوالې اجماع ستره غوښتنه هم دا ده، چې په افغانستان کې دې اسلامي امارت رانشي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې غواړي په هماغه لومړي فصل کې چې امریکايي ځواکونو له افغانستانه کمېږي او امریکا ته ستنېږي، دا مسله حل کړم او د نړیوالې اجماع جامع نظر باندې کار وکړم.

هغه د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ ناندرۍ او لانجې د هېواد او د سولې پروسې لپاره زیان اړوونکې ګڼي او ټينګار کوي، چې یاده مسله باید حل شي او اساسي ستونزو ته توجه وشي.

خلیلزاد زیاتوي، چې اوس مهال د افغانستان یوه برخه خاوره د طالبانو په ولقه کې ده، خو که پاتې دوه برخې خاوره هم د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ تقسیم شي، نو دا به یوه تاریخي تېروتنه وي او د خاورې او خلکو لپاره به ستر خطر وي، چې باید د یاد کار مخه ونیول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ډيپلوماټ په افغانستان کې له طالبانو سره د هوکړې پايښت د طالبانو په کړنو پورې تړلي ګڼي او د دواړو لوریو ترمنځ د مصلحتونو غوښتنه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button