لوبې خبرونه

دافغانستان او ایرلینډ ترمنځ راتلونکې لوبې ولې,مهمې دي

د کرکټ ملي لوبډله د مارچ میاشتې په لومړۍ لسیزه په هندوستان کې د ایرلېنډ کوربتوب کوي، دواړه لوبډلې درې شل اوریزې لوبې لري.په ۲۰۲۰م کې مخکې له دې چې اسیا جام او نړیوال جام ترسره کړي، د زیاتو شل اوریزو لوبو اړتیا شته.

افغان کرکټ بورډ باید په ۲۰۲۰م کې له مالي امکاناتو څخه په استفادې باید له نورو لوبډلو سره، لکه ایرلېنډ، بنګله دېش، ویسټ انډیز او نورو انډولو لوبډلو سره باید لوبې وکړي، چې لوبغاړي د اسیا جام لپاره په تول وتلل شي.

دا چاره افغان لوبډلې او لوبغاړو ته دوه ګټې لرلی شي:

په افغان لوبغاړو کې به هغه لوبغاړي په ډاګه شي، چې ښه فوم کې دي او راتلونکي کې یوه ښه افغان لوبډله پکې انتخابولی او دوو سترو جامونو ته یې لېږلی شو.

که افغان لوبغاړي اوس پرله پسې لوبلړۍ ولوبوي، نو هغه لوبغاړي به پکې معلوم شي، چې تخنیکي، مثبت او زړور لوبېږي، کله چې لوبغاړي په ډاګه شول، بیا باید غوراوي کمېټه له همدغو مثبتو لوبغاړو متوازنه لوبډله جوړه کړي.

کله چې له دغو لوبغاړو لوبډله جوړه شي، بیا به یې پایله په اسیا جام او نړیوال جام کې حتمن مثبته وي.

دویمه ګټه

که افغان لوبډله له انډولو او لوړو لوبډلو سره مناسب سیریزونه وکړي، نو د مقابلو لوبډلو وړتیاوې به ورته په ډاګه شي، د توپ وهونکو او توپ اچوونکو اطمینان به حاصل شي، د توپ وهونکو د شاټونو سټرانګ او ویک زونونه به وپېژني.

له دې سره سره به افغان توپ وهونکي د نورو لوبډلو بالرانو سره اشنا شي او هم به یې ورسره د مخامخ کېدو وېره ختمه شي.

که بیا له لوبلړیو ور اخوا افغان لوبغاړي  له هندي، پاکستان، انګلستاني او نورو بالرانو سره مخ کېږي بیا به یې وېره نه وي.

له ایرلېنډ د لوبو ګټلو ارزښت

له ایرلېنډ څخه افغان لوبډلې ته د لوبو ګټل څو ګټې لرلای شي.

لومړی د افغان لوبډلې مُرال ځواکمنېږي، له دویمه او درېیمه درجه غوره لوبډلو څخه د لوبو ګټل، د لویو لوبډلو پر وړاندې زمونږ لوبې بیا مرال امیزه کېږي او تر ډېره که لوبه ونه ګټو نو لوبېدل به مو روحاً او فزیکي ډول ارام او پیاوړي وو.

بله خبره له ایرلېنډ څخه د لوبو ګټل موږ ته په رېنکېنګ یا درجه بندۍ کې پرمختګ رامنځته کوي.

خو برعکس که لوبې وبایلو په درجه بندۍ کې منفي تاثیر غورځوي، لوبغاړي مو مُرال له لاسه ورکوي او د سترو لوبډلو پر وړاندې بیا د لوبډلې ثبات له ستونزو سره مخ کېدای شو.

مطلب دا چې نسبت سترو لوبډلو لکه اسټرالیا، انګلستان، پاکستان، هندوستان، نیوزیلېنډ او افریقا په پرتله د ایرلېنډ لوبډله څو ځله کمزورې ده، خو کله چې یوه کمزورې لوبډله مونږ مات کړي، نو بیا مو د سترو لوبډلو پر وړاندې د ګټلو هیلې رژیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button