ځایی

دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی چې په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وي

په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې درنه واوره او بارانونه وشول چې د ځینو لویو لارو په ګډون یې د ځینو ولسوالیو لارې هم د تګ راتګ پرمخ تړلي دي.

د واورې له کبله بامیان، غور، غزني او ځینو نورو ولایتونو ته د غځېدلو لورو لارو د بندېدو رپوټونه هم ورکړل شوي چې ځینې یې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې دي.

417424588 316811611366659 7232724871108754284 n
دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي

په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښنې

په افغانستان کې سږ کال ژمی تر ډېره بې واورې و چې له کبله یې د وچکالۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي، خو وروستیو کې د افغانستان ډېری ولایتونو کې ښه ورښتونه شوي. ځینو ولایتونو کې ډېرې واورې ورېدلې او ځینو کې بارانونه شوي.

افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې نن چارشنبه هم لږ تر لږه ۲۵ ولایتونو کې د پراخو ورښتونو اټکل کړی دی.

نور ولولئ:  د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت

نور ولولئ: د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه

نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت بیا پرون په یوه خبرپاڼه کې نن او سبا د سېلابونو او د سندونو د اوبو د کچې د لوړوالي خبر ورکړی.

دې وزارت په یوه بیان کې په ځانګړې توګه د هلمند، کابل، کونړ، لوګر، پنجشېر، غزني، پکتیکا، پکتیا او فراه ولایتونو کې د سندونو د اوبود کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړی.

snow1
دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي

د ځینو لارو بېرته پرانېستل کېدل

د ورښتونو روانه څپه د سالنګ، بامیان، غور او غزني کې د لویو لاریو د بندېدو لامل شوې ده. د کابل- کندهار لویه لار هم د څه وخت لپاره تړل شوې وه خو بېرته خلاصه شوې ده.

تازه د طالبانو تر واک لاندې باخترخبري اژانس پر اېکس (ټوېټر) لیکلي، “د سالنګ لویه لاره چې دوې ورځې وړاندې د واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار بېرته خلاصه شوه. په ورته وخت کې د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست ویلي چې د دغه ولایت د ولسوالیو لارې چې د ورښتونو له امله تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي”.

اخوا په افغانستان کې د ژمي لومړنۍ دوې میاشتې (مرغومی او سلواغه) میاشتې نسبتاً د اورښت له مخې کمزوري وې او په ډېرو سیمو کې د وچکالۍ اټکل ډېر شوی و. خو د ژمي وروستۍ میاشت (کب) نسبتاً بیا باراني وه او اورښتونه په کې زیات اټل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې هوا پېژندنې اداره خبر ورکوي چې دغه میاشت په د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې واورې او بارانونه کېږي.

مالدارانو او کرونګر بیا وايي چې که بارانونه ونه شي، نو دوی به راتلونکی کال له زیانونو سره مخامخ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button