نړیوال خبرونه

دامریکا سفیر:امريکا چمتو ده چې د سولي په خبروکې کومک وکړي

د امریکا سفیر:امريکا چمتو ده چې د سولي په خبروکې کومک وکړي کابل کې د امريکا سرپرست سفير وايې چې د امريکا دولت چمتو دی چې دوحه کې د سولي د خبرو په ترڅ منځکړتوب وکړي.او د سولې لپاره مناسب اقدامات وکړي.

ښاغلي ویلسن ټينګار وګړ که چيرته افغان حکومت او طالبان له دوی څخه د مرستي غوښتنه وکړي دوی کولای شي د سولي په برخه کې د د واړو لوريو تر منځ منځکړتوب وکړي.ويلسن زياته کړه چې دا زموږ او نورو امريکانو نظر دی چې په افغانستان کې سوله راشي او افغانان د يوه باثباته افغانستان څښتان شي.دا په افغانانو پږري اړه لري چې د خپل هيواد د ابادۍ لپاره څه ډول لار غوره کوي.

د یادونې وړ ده چې د امريکا سفير راس ويلسن دغه څرګندونې په داسي حال کوي چې د روغي جوړي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له عرب نيوز خبري چينل سره په مرکه کې وويل چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ورسره ژمنه کړې چې طالبانو کې خپل نفوذ نه به د اوربند رامنځته کیدو لپاره کار واخلي.عبدالله پرون ماښام پاکستان ته له درې ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو.د اروپايي ټولنې پارلمان هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د دایمي او فوري اوربند غوښتنه مطرح کړې ده.

د افغان دولت او طالب پلاوي تر مابین له شلو وروځو راهسي د سولي خبري رواني دي چې هيڅ پرمختګ يې نه دی کړی. حتی دواوړو غاړو يو پر بل نيوکې هم کړي دي.داسي اوازي هم په رسنيو کې خپري شوي چې د سولي خبري له خنډ سره مخ شوي هيڅ پر مختګ يې نه دی. تازه د طالبانو يوه چارواکي رسنيو ته ويلي چې حکومتي پلاوی په دې برخه کې پړ او ناغيړي کوي.

بلخوا بیا ملاخير الله خير خوا ويلي چې حکومتي پلاوی د مجلس خبري د باندي رسنيو ته باسي په لوی لاس د سولي خبري له خنډ سره مخ کوي.خو بل خوا بيا شنونکي او افغان حکومتي پلاوی په طالبانو نيوکي او وايې چې طالبان په خپلو ژمنو نه دي ولاړ ځکه دوی وايې چې طالبانو د بنديانو له خوشي کيدا وروسته ورسره منلي وه چې که افغان حکومت د دوی بنديان خوشي کړي

طالبان:دارګ لخوا تخریبکونکي خبرې به د سولې خبرو ته زیان ورسوي
طالبان:دارګ لخوا تخریبکونکي خبرې به د سولې خبرو ته زیان ورسوي

دوی به د اوربند او د جکړي په کمښت غور کوي چې تر دريو ورځو به په ټول افغانستان کې تاوتريخوالی را کم شي.هيره دې نه وي چې د سولي د خبرو له پيل را وروسته په افغانستان کې جګړي سخت زور نيولي دی.او لا هم افغان وژنه کیږي. هره ورځ لسګونه افغانان وژل کيږي او ډېرې میندې بورې کیږي. اوس باید دواړه لورې سولې ته لومړیتوب ورکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button