نړیوال خبرونه

داندرابي ګواښه کېدو سره عبدالله عبدالله مخالفت وښود

داندرابي ګواښه کېدو سره عبدالله عبدالله مخالفت وښود.د ملي مصالحې عالي شورا ریس عبدالله عبدالله د اشرف غني لخوا د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي له ګوښه کېدو سره مخالفت ښودلی او دا یې ناموجه پرېکړه بللې ده.

د سپیدار قصر له آدرسه رسنیو ته استول شوې اعلامیه کې راغلي چې د ارګ لخوا د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ګوښه کېدل او پرځای یې د نوي سرپرست معرفي کول د دواړو خواوو ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي هوکړې خلاف عمل بللی دی.دوی وای په دې اړه باید له مونږ سره مشوره شوې وی.تر څو د سیاسي هوکړې جزیات په سمه توګه عملي شوی وی.او نورو مشکلاتو مخنیوی شوی وی.

د سپیدار په خبرپاڼه کې دغه راز ادعا شوې چې په اوسنیو شرایطو کې د داسې پرېکړې کول د هېواد د منافعو او مصالحو خلاف عمل او دوی ته د منلو نه دی.دوی وای په دې اړه به نورې خبرې وروسته د مشورو نه کوو.باید یاده کړو چې ډاکټر عبدالله څو ورځو لپاره مسکو ته تللی وو.او بېګا ناوخته د نورو مشرانو سره یوځای کابل ته د دغه سفر نه راستون شو.نوموړي نازه ویلي دا ډول کړنې مونږ ته د منلو وړ ندي.

باید وویل شي چې تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا د اشرف غني د حکم په اساس د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي له دندې ګوښه او پرځای یې په اداري فساد تورن د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات سرپرست وزیر ګومارلی.نوموړی نن د ځینو چارواکو لخوا دغه وزارت ته معریفي شوی هم دی.

fb img 1616230227981

سوشل میډیا کې هم په دې اړه غبرګونونه ښودل شوی دي.ویل کیږي چې ښاغلی حیات الله حیات په څارنوالی کې دوسیه لري باید په دغه مهم ځای نه وی ګمارل شوی.خلکو لیکلي دغه ځای ته باید یو مسلکي نظامي سړی راغلی وی تر څو ېې دغه سکتور کې سم کار کړی وی او د کابل په شمول د ولایاتو حالات نورمال کړی وی.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button