دانټر کانټيننټل نوی ریس کارکونکو ته ور وپېژندل شو

د انټرکانټیننتال رئيس د دې هوتل کارکوونکو ته ور وپېژندل شول. په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د کلام الله مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې ښاغلی مولوي محب الله گرمسیری د انټرکانټیننتال رئیس په توګه د ا.ا.ا د انټرکانټننټل هوتل کې د کار او خدمت پر پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په هېواد کې به د هوتلداری چارو د لا پیاوړتیا په موخه په پوره امانتدارۍ سره کار کوي.
د انټرکانټیننتال رئيس ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې له هر ډول اندېښنې پرته به خپلو دندو ته دوام ورکړي.او خپلې شته وظیفې ژر تر ژره اژغال کړي تر څو د هوټل کارونه په ښه توګه مخې ولاړ شي۔

دا هم باید یاده کړو چې دڅو ورځو راهیسې افغانستان اسلامي امارت چارواکي مختلفو ادارو ته سرپرستان ټاکلي دي اودوی هره ورځ دخپلو ادارو کارونو ته لاسرسی لري.
په دې لړ کې د دفاع وزارت لپاره مولوي ذاکر ګمارل شوی دی او همداراز د معارف او ځینو نورو وزارتونو لپاره هم سرپرستان ټاکل شوی دی.د طالبانو اسلامي امارت وايي چې ډېر ژر به یو همه شموله حکومت تکمیل او تشکیل کړو.