ټکنالوجي

دايفون کاروونکو لپاره د خطر خبر

د ايفون کاروونکو لپاره د خطر.دخبر ټېکنالوژۍ نظر لرونکي د سایبري امنیت پوهانو د ایفون یو نیم میلیارد کاروونکي له نوي خطر څخه خبرداره کړي دي.دوی د ایفون په اړه ویلي دي چې هیکران ېې اوس هیک کولی شي.

د نړیوالې میډیا د راپورونو په پر بنسټ د جرمني د “ټیک نیشی” پوهنتون پوهانو د ایفون موبایلونو کې یوه تېروتنه په نښه کړې ده او وايي چې د “ایرډراپ” په نوم اپلیکېشن له لارې هیکران د ایفون موبایلونه هېک کولای شي.په راپور کې ویل شوي دي، چې د عکسونو او ویډیوګانو د شریکولو لپاره جوړ شوي اپلېکشن په مرسته هیکران د وای فای له لارې په اسانۍ موبایل هېک کولای شي.

د سایبري امنیت پوهانو پر وینا دغه اپلیکېشن د خامۍ له وجې هېکران نه یوازې دا چې ایفون موبایل، بلکې د ایپل لېپټاپ، کمپیوټر او نور ډیوایسونه هم هېک کولای شي، چې موبایل شمېره، ایمېل، پاسورډ او نور معلومات ترلاسه کولای شي.او همداراز هغه معلومات تر لاسه کولی شي کوم چې دوی نه غواړي افشا شي.

img 20210425 045241

د دې خامۍ په نښه کولو ترڅنګ سایبري امنیت پوهانو د ایفون کاروونکو ته د مخنیوي لار هم ښودلې ده او ویلي يې دي، چې د هېکرانو څخه د ځان ساتلو لپاره دې پرایویټ ډراپ وکاروي.هغو وای د دې کارولو سره به دوی وکولی شي چې هېکرانو څخه ځانونه وژغوري.

هېره دې نه وي چې په ټوله نړۍ کې له یو نیم میلیارد څخه زیات کسان د ایفون موبایلونه کاروي او ویل کېږي چې تقریبا ټول يې د ایرډراپ اپلیکېشن هم کاروي.دوی وای چې ایفون کارونکي به اوسمهال نور هم زیات شي.باید یاده کړو چې اوسمهال افغانستان او نړی کې ایفون 12 مکس پرو لټسټ ماډل دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button