سفر خبرونه

دا لومړی ځل دی چې اسراییلي وزیر سعودي عربستان ته سفر کوي

د اسراییلو او سعودي عربستان رسمي اړیکې پیلېدونکې دي، له همدې امله دواړه لوري سفرونه کوي

د اسراییلو او سعودي عربستان اړیکې ورځ تر بلې ښې کېږي او دواړه لوري هڅه کوي تر څو رسمي اړیکې ټینګې او پخوانۍ ناندرۍ یوې خواته کړي.

نور ولولئ: په لومړي ځل د اسراییل رسمي پلاوی سعودي ته لاړ

د اسراییلو د ګرځندوی وزیر حیم کاتز د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ګرځندوی په کنفرانس کې د ګډون لپاره په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته ورسید.

هغه ویلي په دغه سفر کې به له سعودي سره په بېلابېلو برخو د اړیکو په ښه کولو خبرې هم وکړي.

ددې سفر موخه روښانه ده

دغه وزیر په یوه بیان کې ویلي چې د دغه سفر په لړ کې غواړي، «د اسراییلو د همکارۍ، سیاحت او بهرنیو اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.»

دغه دوه ورځنی سفر د دواړو هیوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو لپاره د چمتووالي د هڅو یوه برخه ګڼل کیږي، چې لوړ پوړیو اسراییلي او سعودي چارواکو په ښه مرغ شمېرلی دی.

نور ولولئ: له هرو درو اسراییلیانو یې یو د وطن پرېښودو په فکر کې دی

تر دې وړاندې هم په دې وروستیو میاشتو کې اسراییلي پلاوي سعودي عربستان ته په سپورتي سیالیو کې د ګډون لپاره سفر کړی و، خو دا لومړی ځل دی چې د اسراییلو د کابینې یو وزیر دغه هېواد ته سفر کړی.

د سعودي او عربستان او فلسطین اړیکې

په ورته وخت کې د فلسطین لپاره د سعودي عربستان لومړی نا استوګن سفیر د سه شنبې په ورځ لویدیځې غاړې ته سفر وکړ او خپل باورلیک یې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته وړاندې کړ.

نایف السدیري په رام الله کې وویل چې هیواد به یې د یوه خپلواک هیواد لپاره د فلسطین غوښتنې ته غاړه کیږدي.

سعودي عربستان په وار، وار ویلي چې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوه فلسطیني هیواد جوړول شرط دی. خو دا لا څرګنده نه ده، چې د سعودي حکومت به تر کومه بریده د دغه شرط سره د اړیکو عادي کولو ته غاړه کیږدي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل لا هم په فلسطین کې عملیات کوي، خو عربي نړۍ لا هم په دې باندې غلي دي او د اسراییلو پر وړاندې هېڅ ډول عکس العمل نه ښیي. خو فلسطینیان بیا هم د اسراییلو پر وړاندې د خپلو حقوقو لپاره جنګېږي او خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button