نړیوال خبرونه

دتورخم دروازه د مسافرو تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

دتورخم دروازه د مسافرو تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.دننګرهار ولایت څخه د ورکړل شوو راپورونو په اساس پرون مازدیګر د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د شخړې له کبله د تورخم سرحدي لاره د هرقسم تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې ده.او معلوم ندهدچې کله به خلاص شي.

ځیني سرچینې وايي، پاکستاني پوځیانو غوښتل د تورخم دروازې پورې غاړې ته دیوال جوړ کړي، چې د افغان سرحدي پولیسو لخوا یې مخالفت شوی او یو بل ته یې ټوپکونه نیغ کړي، چې ورسره پاکستاني پوځیانو د تورخم دروازه هم د افغان مسافرو پرمخ تړلې ده.په تورخم کې عیني شاهدان او ځايي خلک وايي، چې د دروازې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او باروړونکي موټر په انتظار ولاړ دي، چې د شپې په رارسېدو یې ستونزې یو په دوه شوې دي.او خلکلاهم وايي چې لاره ښايي خلاصه شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ کابل ته د عمران خان په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د سفر پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دواړو هېوادونو د سولې او ثبات څخه د ملاتړ په موخه یو سند لاسلیک شو، چې له مخې به یې د دواړو حکومتونو ترمنځ استخباراتي اړیکې هم پراخیږي.او دې سره سره بخ دويي یو بل سره ښه تعلقات هم بحالوي خو بیا هم دا ډول د دروازې بندول ښايي ښه پیلې ونلري.

په تورخم کې د سوداګرو د ټولنو مسئولینو په وینا اوس مهال چې له افغانستان څخه پاکستان ته په تازه میوو بار موټرونه تورخم کې په انتظار ولاړ دي، چې د لارې په تړلو سره افغان سوداګر او بڼوال زیانمنېدلای شي.او دواړو لوریو ته نقصان اړولی شي.

دتورخم دروازه د مسافرو  تګ راتګ پرمخ وتړل شوه
دتورخم دروازه د مسافرو تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

مسافر هم سخت تکلیف کې دي. او ښايي دا تکلیف دويي ته نور هم زیات شي.او باډر د ډېر وخت لپاره بنددپاتې شي. ک چیرې دا ډول تورخم بیا بند شي نو دابه د دواړو خواوو ولس په زړه کې نفرت واچوي اوپه اینده کې به د ښه ګاونډیانو په توګه نه یادیږي.اوس دواړولوریو ته پکار دي چې د ولس اړیکي او سیاست بیل کړي ترڅو په اینده کې ښه ګاونډیان پاتې شي او د ولس یو بل سره اړیکې هم پاتې شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button