نړیوال خبرونه

دجيمېل(Gmail) کاروونکي نشي کولۍ ایمیلونه وکړي

په ټوله نړۍ کې د جیمل اکونټونو نه پيغامونه لیکل بند شوي د جیمیل سسټم خراب شوۍ او له دغې ایپ له لارې نه سوک اوس نشي کولۍ چې ایمیل وکړي د پیغام لېګدولو  کارېدونکى د ايمېل نوموتى سيسټم (جيمېل) د کومې تخنيکي ستونزې له امله کار پرېښى دى.جیمیل چې په ټوله نړۍ کې د کنورسیشن لپاره استعمالیږي او په دفاترو کې ترې هم استفاده کيږي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د انټرنېټ د ستر شرکت ګوګل ايمېل سرويس (جيمېل) کې کومه ستونزه راپېښه شوې ده، چې خلک نه شي کولاى له دې لارې ايمېلونه وکړي، ځکه ويل کېږي ټول سيسټم کار نه کوي. په راپور کې ويل شوي دي، چې د کوم تخنيکي سيسټم د خرابۍ له امله خلک نه شي کولاى چې نورو کسانو ته ايمېلونه ولېږي، همدا راز ډېرى کسان بيا خپلو اکاونټونو ته ننوتلى هم نه شي.

د ګوګل په زرګونو کاروونکو د جيمېل د خرابۍ په اړه شکايتونه کړي دي، ويل کېږي که چېرته دغه تخنيکي ستونزه ژر حل نه شي، نو په ميليونونو کسان به له ستونزې سره مخ کړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د لندن د ځايي وخت درې بجې او شل دقيقې او د امريکا په وخت بيا سهار ١٠ بجې او ٢٠ دقيقې په جيمېل کې ستونزه مخې ته راغلې ده.

د انټرنېټ د برخې پوهان چې د انټرنېټ په هر څه يې نظر وي، وايي چې دوى ته د زرګونو کسانو شکايتونه رسېدلي دي او د جيمېل د خرابۍ له امله يې ورته معلومات ورکړي دي، دوى وايي، چې له دې داسې ښکاري چې د جيمېل په سيسټم کې کومه لويه ستونزه راپېښه شوې ده.

د يادولو ده چې د امريکا، اروپا او برېتانيې هغه خلک چې جيمېل کاروي، هم نه له دغه ستونزې سره مخ دي او نه شي کولاى له خپل جيمېل اکاونټونو څخه نورو کسانو ته ايمېلونه وکړي. په دې تړاو بيا د ګوګل له لوري په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي، چې ولې دا ستونزه د دوى په سيسټم کې راپېښه شوې ده

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button