هنر او ادب

ددې لوی عبادت ځای څخه خبر یاست؟

دا تر ځمکې لاندې د نړۍ تر ټولو لوی عبادتځای دی چې ‘د انسانیت معبد’ په نوم هم یادیږي

په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې د ایټالیا د الپس غرونو لړ کې د یوې کوچنۍ ټولنې ۲۸ تنو د شپې په تیاره کې په پټه د غره په کیندلو پیل وکړ.

د دوی موخه په نړۍ کې د ځمکې لاندې تر ټولو لوی معبد جوړول وو.

دا ښکاره ده، چې د چارو په ختمولو سره دوی یو لوی او عجیب کار ترسره کړی و

دا ودانۍ د یوه درې بعدي کتاب په بڼه ودانه شوې، چې په پنځو پوړونو کې نهه زینتي خونې د یوه څو سوه متره سمڅې په مټ سره نښلول شوې دي.

نور ولولئ: د افغانستان په بامیانو کې د لیدنې وړ سیمې: د بامیانو مجسمې

دا عبادتځای د “انسانیت معبد” نومول شوی دی.

باریس الیبورو چې په دامنهور کې زېږیدلی او د دې ځای استازی دی بي بي سي ته وویل: “نن دا د رېښتنولي یو مرکز دی، دا د دامنهور تاریخي مرکز دی او د ټولې نړۍ ۱۵۰۰ کسان په کې اوسېږي چې پنځه ټولنې یې جوړ کړې دي.”

دامنهور یوه روحاني او له مینې ډکه ټولنه ده، چې نوم یې د مصر له ښار څخه اخیستل شوی دی دامنهور د رڼا ښار په معنی دی. په افسانو کې راغلي، چې د مصر دا ښار خدایانو ته ځانګړی شوی و.

ددې بنسټ چا ایښی دی

د ایټالیا دامنهور سیمه بیا د تورین ښار شمال کې په ۵۰ کیلومتري کې پرته ده.

د دامنهور بنسټ د ایټالوي فیلسوف اوبرټو ایرادي لخوا کېښودل شوی، چې د مصري خدای هوروس (Horus) تر اغېز لاندې یې خپل نوم فالکو ټراساکوز اېښی و.

د تورین په پوهنتون کې د مذهبي ټولنپوهنې پروفیسور سټیفانیا پالیسانو وايي: “د فالکو پیروان دی یو غیرمعمولي شخصیت ګڼي.”

نور ولولئ: اته کلنه هندۍ د “راهب” کېدو په خاطر له ۵۰ میلیون پاونډ ارزښمن الماس تېره شوه

نوموړی وايي: “د پیروان لپاره یې دا کس د راتلونکې نړۍ یو شخصیت دی چې د خپل چادو په ذریعه د ځمکې د ژغورنې لپار یې په دې زمانه کې ظهور کړی دی.

په نړۍ کې دا ډول ځایونه نور هم شته، خو داد عبادت ځای په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی بلل کېږي، چې په ددې کې ددې دین پیروان ورته ټینګه عقیده لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button