نړیوال خبرونه

دریل پټلی پرانست غونډه کې د ولسمشر غني د وینا څو مهم ټکي

دریل پټلی پرانست غونډه کې د ولسمشر غني د وینا څو مهم ټکي د افغانستان او ایران جمهوررئیسانو د خواف ـ هرات ریل پټلۍ پرانیسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د پرانیستې مراسمو کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړ شوي وو، وینا وکړه

دغه افتتاحیه مراسمو کې چې د هیواد پر جمهورئیس سربېره د ایران اسلامي جمهوريت جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني او له کابل، تهران او د خواف او روزنک سرحدي سیمو څخه د دواړو هیوادونو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم وصل وو، جمهوررئیس خپله پرانېستونکې وینا کې وویل: خوښ یم نن د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د حیاتي پروژې د ګټې اخیستنې شاهدان یوو چې د سیمه ییز اتصال او اقتصادي هوساینې ته د رسېدو لپاره د دواړو هیوادونو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو پایله ده.

ولسمشر دېته په اشارې چې د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله مو ونشوکولی د دې حیاتي پروژې د پرانېستو په مراسمو کې په حضوري ډول ګډون وکړو وویل، د دې مهمې پروژې بشپړېدل د دواړو هیوادونو ټینګه اراده او د طراحانو، کارګرو، انجینرانو او د دې پروژې د نورو مسوولینو د شپې او ورځې زحمتونو پایله ده.ښاغلي غني زیاته کړه: د دې حیاتي پروژې پرانېسته د دواړو هیوادونو د اقتصادي احیا، پراختیا او تحرک په برخه کې د یو مهم ګام په توګه په نېک پال نیسو او هرکلی یې کوو.

د خواف ـ هرات رېل پټلۍ د کتارونو له حرکت وروسته چې د افغانستان او ایران د جمهوررئیسانو په لارښوونه وشو، جمهوررئیس غني پخپله وینا کې د دواړو هیوادونو دولتونو او خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ریل پټلۍ په اسیا وچه کې د لېږد او ترانسپورټ تر ټولو اغېزناکه، ګټوره او ارزانه طریقه ده.

د افغانستان جمهوررئیس دېته په اشارې چې د اسیا په زړه کې د افغانستان ځانګړي موقعیت ته په کتو تل په دې برخه کې نړۍ د پرمختګونو او پراختیا په لیدلوریو او طرحو کې ورته پاملرنه کړې وویل، په ۱۸۷۵ زیږدیز کال کې فرنانند دویس سپ چې سویس کانال یې طرحه او عملي کړ، له برلین تر ممبي پورې د ریل پټلۍ پروژه د افغانستان له لارې طرحه کړه، خو هغه مهال د افغانستان واکمن چې ریل پټلۍ یو استعماري لیدلوری باله، له هغه سره مخالفت وکړ.

ښاغلي ولسمشر وویل، په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف ـ هرات ریل پټلۍ تفاهم لیک لاسلیک شو او د جوړولو عملي کار یې په ۱۳۸۶ کال کې پیل شو او نن د خوښۍ ځای دی چې د دواړو هیوادونو د جمهوررئیسانو او لوړپوړو چارواکو له لوري دغه مهمه او حیاتي پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په اخې کې، هراتي هیوادوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د هرات او افغانستان د مقام بېرته ژوندي کولو لپاره په تېرو شپږو کلونو کې د سیمه ییزو همکاریو د لویو طرحو اساس ایښودل شوی او له یو بل پسې د تحقق په حال کې دي.د یادولو وړ ده چې ایران به اوس د افغانستان سره تجارت نور هم زیات شي او لېږد رالېږد به اسانه شي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button