نړیوال خبرونه

دستکشې او ماسک د کرونا مخنیوئ نشي کولئ

د فرانسې د طبي څېړنو پوهانو ويلي دي، چې ماسک او دستکشې هېڅوک له کورونا ويروس نه شي ساتلى، بلکې دا د دې ويروس د خپرېدو سبب کېږي.

د فرانسې روغتياپالانو د کرونا ويروس په اړه يوه څېړنه ترسره کړې ده او له دې ويروس نه متاثره کسانو ډاټا او نور معلومات يې راغونډ کړي دي.

روغتياپالانو خلکو ته ويلي دي، چې د ماسک يا دستکشو کارول د کرونا ويروس نه د خونديتوب په برخه کې هېڅ ګټه نه کوي، بلکې دا د دې ويروس د خپرېدو کچه لا زياتوي.

دغه پوهان په خپل راپور کې زياتوي، هغه خلک چې د کرونا ويروس نه د ځان ساتلو لپاره ماسک کاروي، دا د دوى خپله اختراع ده، په اصل کې د ماسک د ککړېدو چانس ډېر زيات دى. د دغې څېړنې په رڼا کې روغتياپالانو ويلي دي، چې که خلک خپل مخ ته له لاس وروړلو لاس نه اخلي، نو دستکشې هم دوى ته هېڅ ګټه نه رسوي.

روغتياپالان وايي، چې په متاثره سيمه کې د ګرځېدو يا په ازاده هوا کې له ګرځېدو وروسته ويروسونه ماسک او دستکشو ته داخلېږي او وروسته چې کله هغه وکارول شي، نو دا ويروسونه بيا بدن ته هم ننوځي.

روغتياپالان مشوره ورکوي، چې دستکشې د پاکو لاسونو بديل نه شي کېداى، نو هر کس ته پکار دي چې لږ ساعت وروسته دې خپل لاسونه په صابون يا دې ورته بل کوم شي باندې پاک ووينځي، که چېرته د اړتيا پر مهال ماسک يا دستکشې کاروئ، نو هغه له يو ځل کارولو وروسته بيا پاک وينځئ.

د چين له ووهان ښار څخه خپور شوى د کرونا ويروس اوس په دغه هېواد کې تر کنټرول لاندې دى، خو د روغتيا د نړيوال سازمان په وېنا، د کرونا ويروس مرکز اوس اروپا دى، ځکه چې په اروپا کې ډېر په چټکۍ سره خپرېږي.

د راپورونو په وېنا، په ايټاليه، سپېن او فرانسه کې حالت دې ته رسېدلى دى، چې ښايي ټول هېواد کرنتين شي، ځکه کنټرول يې نور دغه هېوادونو ته سخت دى، همدا راز ويل کېږي چې برېتانيه هم په دې هڅه کې دي چې خپل هېواد کرنتين کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان بيا خلکو ته لارښوونه کړې ده، چې ژر ژر خپل لاسونه وينځئ، خپل مخ ته لاس مه وروړئ او ټولنيزې اړيکې مو ودروئ، له خلکو سره مه وينئ.

دوى همدا راز وايي، چې ماسک په هغه وخت کې وکاروئ، چې تاسې په دې پوه يئ يا مو شک وي، چې په خپله يا هم ستاسې مخامخ کس په کرونا ويروس اخته وي، نور له کوره بهر مه راوځئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button