نړیوال خبرونه

دسلام رحیمي په شمول د مذاکراتي ‌پلاوي ۵‌ غړي دوحې د سفر نه پاتې دي

دسلام رحیمي په شمول د مذاکراتي ‌پلاوي(۵)‌ غړي دوحې د سفر نه پاتې ديد افغانستان له ولسمشری ماڼړی څخه سرچینو رسنیو ته وویل چې د حکومت د مذاکراتي ټیم شپږ غړي لا دوحې ته نه دي تللي.او په دغه غړو کې سلام رحیمي هم شامل دی.

په دغو غړو کې سلام رحیمي په دوبۍ؛ نادر نادري کابل؛ فوزیه کوفي کابل؛ ډاکتر رسول طالب د امریکا متحده ایالات؛ متین بیګ د امریکا متحده ایالات او فاطمه ګیلاني بریتانیا کې اوسمهال مېشت دي د افغان حکومت د سولي د مذاکراتي ټیم دوحې ته رسېدلو غړو نن په قطر کې په افغان سفارت کې هغه کتاب کې د افغانستان د پخواني سفیر ښاغلي دلیلي په تړاو خپل خاطرات ولیکل.‌

سرچینو ويلي چې د دولتي ټیم نېژدې ټول غړي افغان سفارت ته تللي وو او دافغان پلاوي تر ورتګ وړاندي هلته تر (۴۰) زیاتو سفیرانو خپل خاطرات لیکلي وو.افغان پلاوی به د مرحوم دلیلي کورته د فاتحې په موخه ورځي او اټکل دادی چې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو د تماس ګروپونه چې د دواړو لورو به دوه دوه کسان وي نن غونډه کوي او د راتلونکې غونډې لپاره به تسمسم نیسي.

په دوحه کې د افغان مزاکراتي ټيم نه بشپړتیا ښايي ددې سبب شي‌چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ غونډه وځنډېږي؛ تر دې وړاندي ټاکل شوې وه چې ژر دواړه لوري یوه عمومي غونډه وکړي.‌بل خوا ته طالب سرچینې وايي چې د دوی د مذاکراتي ټیم ځیني‌غړي ښايي له پاکستان نه نن قطر ته لاړ شي.

دسلام رحیمي په شمول د مذاکراتي ‌پلاوي(۵)‌ غړي دوحې د سفر نه پاتې دي
دسلام رحیمي په شمول د مذاکراتي ‌پلاوي(۵)‌ غړي دوحې د سفر نه پاتې دي

طالب سرچینو رسنیو ته وویل چې ددوی درې غړي‌لا هم نه دي‌را رسېدلي او داسي خبرونه هم تر لاسه شوي دي چې ښايي د دطالبانو په پلاوي کې جزوي تغیرات هم راغلي وي.دافغان مذاکراتي ټیم غړي هم دا مني ‌چې یو شمېر کسان یې لا نه دي را رسېدلي او د شخصي کارونو په موخه په بهرنیو هیوادونو یا کابل کې بند پاتې دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره دوی هم دوحې تهلاړ شي تر څو د دوی ټیم بشپړ شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button