نړیوال خبرونه

دسولې مزاکراتو کې پرمختګ او دبهرنیو هېوادونو هر کلی

دسولې خبرو پرمختګ او بهرنیو هېوادونو هر کلی د افغان سولې د مذاکراتي پرمختګ برخه کې د امریکا په ګډون ډیرو هېوادونو هرکلی کړی او زیاته کړې يې ده چې باید په افغانستان کې یوه دایمي اوربند باندې خبرې وشي تر څو په هېواد کې دایمي سوله راشي.

پاکستان ،امریکا او یو شمېر نورو مملکتونو د سولې د خبرو د کړنلارې پرسر توافق، ته رسیدل یو هم ګام بللی او د خپلو همکاریو ډاډ يې ورکړیتراوسه پوري د افغان سولې لپاره عملي او د جګړې کمیدلو پر لور هیڅ یو داسې اغېزمن ګام نه دی اخیستل سوی چې  عام افغانان يې په عملي ډول حیس کړي او ورته ګټور تمام سي، دوی ټول داسې فکر کوي چې د سولې روان مذاکرات چې نژدې کلونه يې ونیول یوه نمایشي پروژه ده، په قطرکې څو ځله د سولې خبرو د پرمختګ ا وپيل خبرې سوې خو په افغانستان کې د جګړې اور ګرم ساتل شوی چې ملکي وګړي یې زیات نقصان کې اچولي دي.

د افغانستان پلازمینې کابل کې د مقناطسي ماینونو چاودونو سلسله او په یو شمېر سهیلي ولایتونو کې د درنو جګړو دوام د ولس غوښتنې او هیلې پیکه کړې او هره ورځ د یوه بد خبر انتظار باسيکه چیري امریکا د سولې تر تړون وړاندې ووزي نو لیري نه ده چې  جګړه به تر دې هم شدیده او ډیره نقصاني وي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلې ټینګار کړی چې امریکايي سرتیري به له افغانستانه وژي او یوازي ۲۵۰۰ سرتیري به په یو شمېر اډو کې  پاتي کیږي د امریکایانو داسې وتل یو شمېر غبرګونونه هم له ځان سره لري.او عام افغانان په دې وېره کې دي چې داسې نه چې یو ځل بیا افغانستان د پخوا په څېر د خانه جنګی ښکار نشي.

دسولې مزاکراتو کې پرمختګ او دبهرنیو هېوادونو هر کلی
دسولې مزاکراتو کې پرمختګ او دبهرنیو هېوادونو هر کلی

بلخوا بیا د امریکا په کور دننه کې یو شمېر سیاسي او پوځي مشران وايي چې له افغانستان غیري مسؤلانه وتل به ښې پایلي ونلري او دا چاره کولای شي چې د امریکا امنیت ته ګواښ پیښ کړي.دويي وايي افغان فوځیان لا هم پوره ندي ټرین او نشي کولی چې ددافغانانو امنیت وساتي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button