نړیوال خبرونه

دعبدالله او غني ټیمونو جوړجاړئ روان دئ

  عبدالله عبدالله په لږ څه نه خوشحالېږي او غني ډېر څه نه ورکوي، نو د دواړو ترمنځ کيسه يو ځل بيا خرابه شوې ده او عبدالله عبدالله هم وايي چې نن د همه شمول حکومت د ولسمشر په توګه لوړه کوي.

پرون تر ناوخته پورې زلمي خليلزاد د دواړو ترمنځ ډېرې منډې ووهلې او عبدالله عبدالله يې دې ته رضا کړ چې د خپلې لوړې مراسمو تېر شي او له ولسمشر غني سره يو جوړجاړي ته ورسېږي.

د معلوماتو تر مخه، د شپې تر ناوخته پورې ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او زلمي خليلزاد ناسته وکړه، تر څو عبدالله عبدالله ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي او هغه له خپلو (نه منلو) تېر شي، خو ويل کېږي چې سره جوړجاړي ته ونه رسېدل.

د سرچينو په وېنا، ولسمشر غني دې ته تيار و چې عبدالله عبدالله ته په حکومت لږه برخه ورکړي، خو ويل کېږي چې عبدالله عبدالله تر ٤٠ فيصده کم باندې نه راځي کېده او خبره د دواړو ترمنځ جوړه نه شوه.

د ولسمشر غني سلاکار ډاکټر فضلي همدا راز بېګاه ناوخته په خپله فېسبوکپاڼه کې وليکل: ((موږ پوره هڅه وکړه چې د اساسي قانون سره سمه حل لاره پېدا شي او ستونزه حل شي، خو د مقابل لوري غوښتنو دا چاره ناممکنه کړه.))

د عبدالله عبدالله وياند نن سهار يو ځل بيا خبر ورکړى دى، چې د دوى د لوړې مراسمې به په ټاکلي وخت سره ترسره شي، ځکه چې دواړه لوري کوم توافق ته نه دي رسېدلي.

خو ملي ټلويزيون نن سهار په خپل يو خبر کې ويلي دي، چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم ځنډېدلي دي او له غرمې وروسته به ترسره شي، ښايي تر غرمې پورې يو ځل بيا د دواړو لوريو ترمنځ خبرې وشي، چې عبدالله عبدالله له خپلې لوړې مراسمو تېر او څه برخه ورته ومنل شي، خو په رسمي ډول تر دې مهاله پورې هېڅ هم نه دي ويل شوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button