نړیوال خبرونه

دعربي اماراتو ولیعهد ولسمشرغني ته د ټا کنوګټلومبارکي ورکړه

د ابوظهبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان د یوه ټیلیفوني تماس له لاري ، ولسمشر محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیا ارګ وایي، په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې د ورورۍ او دوستانه وبللې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ دواړو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه.

په دغې تماس کې د ابوظبۍ ولیعهد ژمنه وکړه چې د افغان ولسمشر محمداشرف غني د ریاست په دویمه دوره کې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې لازیاتې پیاوړې شي.

د ابوظهبۍ له ولیعهد له لوري د مبارکۍ وړاندې ولسمشر غني ته د کویټ، هند، چین،سریلنکا او اروپایي ټولنې له لوري هم په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ورکړل شوې.

دغه راز یو شمېر پخوانیو بهرنیو سیاسي مشرانو او په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو مشرانو هم ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

ولسمشر غني ته د بهرنیو هېوادونو د استازو له لوري د مبارکۍ پیغامونه په داسې حال کې را روان دی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بل نوماند عبدالله عبدالله د غني دوهمه بریا نه مني.

خو ولسمشر غني لا له وړاندې د خپلې بریا جشن نمانځلی دی او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ باورلیک هم ترلاسه کړی دی.

دغه راز د ولسمشر محمد اشرف غني ټاکنیزې ډلې اعلان کړی دی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته راتلونکې پنجشنبه د لوړې مراسم کوي، خو یو شمېر سرچیني وايي ښایي یاد مراسم د څه مودې لپاره وځنډول شي.

دغه راز د روانو لانجو او نانندریو پر مهال د عبدالله عبدالله ټیم هم اعلان کړی دی؛چې دوی هم په ټاکنو کې له بریا وروسته د لوړې مراسم کوي.

دواړه لوري ادعا کوي چې افغان ټاکنې یې ګټلي دي، خو ټاکنو کمیسیون رسمآ ولسمشر غني بریالی اعلان کړ.

عبدالله عبدالله وایي، چې په ټاکنو کې د شفافو رایو په ترلاسه کولو سره هغه بریا خپله کړې ده، خو کمیسیون محمد اشرف غني بریالی اعلان کړی دی.

Related

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button