سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

دقمرجاویدباجوه سفر کابل ته څه پیغام لري؟

څو ورځې وړاندې د پاکستان ارمي چيف یا لويي دریستیز قمر جاوید باجوه کابل ته سفر وکړ جمهور ریس غني اشرف غني د بیا ځل ولسمشر کېدو وروسته دا ادول ځل دی چې د پاکستان لويي دریستیز، د ای ایس اي مشر او د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ځانګړۍ استازی په نه اعلان شوي سفر  کابل ته راغلي وو. او د ولسمشر غني ترڅنګ ېې د مصالحې عالي شورا ریس سره کتلي وو.

پاکستان د افغانستان په امنیت او نورو موضوغاتو کې مهم رول لري د ملي، سیمه ییزو او سیاسي ګټو خوندي ساتلو لپاره یې هر هغه ډله او ایدیولوژي  ځواکمنه او پراخه کړې چې په سیمه کې د پاکستان فعال، او اغیزمن رول ساتلو لپاره هلې ځلې کوي .پاکستان له امریکا سره  د افغانستان سولې پروسې کې د هر ډول همکارۍ خبر ورکړ، په لومړي اقدام کې چې د امریکا باور ترلاسه کړي د طالبانو مهم مشر ملا برادر چې د لس کلونو راهیسې په کراچې ښار کې بندي و ازاد کړ.

 سربیره پردې د طالبانو د یو شمیر نورو مهم غړو د حاضرولو ډاډ یې ورکړ او په دې کار یې  وکولی شول چې د امریکا او  طالبانو ترمنځ خبرې پیل کړي. په همدې ترتیب  د دوحې هوکړه لیک او عملي کېدو یې د پاکستان پر وړاندې د امریکا تګلار په بشپړ ډول بدله کړه او حتا د امریکا د نننه د پاکستان پر وړاندې په سیاسي دریځونو کې بدلون راغي. 

دغه هیواد د دوحې هوکړې وروسته په دې ویره کې و چې د بین الافغاني مذاکراتو پر میز دوی بهر پاتې نه شي، دغه راز ریس جمهور غني هم له طالبانو سره  د خبرو شروع کېدو مهم شرط د طالبانو او پاکستان دولت د اړیکو ختمول  و او په ورته وخت کې امریکا هم همدې باریکۍ ته متوجې و چې د پاکستان رول به په بین الافغاني مذاکراتو کې څه وي؟.  

له بده مرغه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان حکومت معلومې، لیکلې او تاید شوې ستراتیژي او پلان نه شتون ددې سبب شوی چې پاکستان هر ورځ متفاوتو لوبو سره  افغان حکومت بوخت او د ورځې پیښو سره د افغانانو برخورد او احساسات تر لاسه کړي چې دا د سیمې هیوادونو او په ځانګړې توګه امریکا ته ښيي چې افغانستان دولت په مطلق ډول د بې برنامه ګۍ سره لاسه او ګریوان دی.


همدارازد افغانستان سوله کې د پاکستان رول مهم ښودل دي او په دې کې شک نشته چې امریکا به د متحد ینو په لاس د پاکستان لا همکاري جلبولو لپاره دغه ناسته کړې وي

پاکستان د افغانانو خپل منخې مذاکراتو تر پیل وړاندې غواړي چې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د افغانستان سیا ستوال او دولتي چارواکو پر وړاندې له منځه  تللی اعتماد له ځان سره ولري  او د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت دوی یو مهم اړخ د نظارت کونکي په څیروي.

افغانان باید په دې پوه شي چې زمونږ په خیرڅه دي.دولت باید یوه قوي تګلاره ولري او د پاکستان لپاره ځانګړې پلان ولري.دولت د باید پاکستان سره کېني او د اینده تګلاره اوپلانونو باندې ورسره خبرې وشي ځکه که مونږ اوګورو پاکستان تل د افغانستان په مقابل کې روښانه دریزنه لري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button