نړیوال خبرونه

دملي امنیت شورا سلاکارحمدالله محب د شهيد ډاکټر نجيب قبر ته ورغلۍ وو.

حمدالله محب چې  د ملي امنیت سلاکار دۍ پرون پکتيا ته تللى دى، د خپل سفر په ترڅ کې د پخواني ولسمشر شهيد ډاکټر نجيب مزار ته هم ورغلىوو او هلته يې د هغه قبر ته دعا کړې ده د نومړي د ورتګ نه عامو وګړو مننه کړې ده.

د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب سره د پکتيا والي شميم خان کټوازى هم يو ځاى و، چې دواړو د شهيد ډاکټر نجيب له مزار څخه ليدنه وکړه. د اختر په دریمه پرون ورځ د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب پکتيا ولايت ته تللى دى، چې هلته يې د ملکي او امنيتي چارواکو سره د ليدنې تر څنګ له عامو خلکو او مشرانو سره هم ليدنې کړي دي.

د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې حمدالله محب پرون له غرمې مخکې د پکتيا ولايت د امنيتي، حکومتدارۍ او پرمختيايي وضعيت د ارزونې په سفر کې د ياد ولايت د نظامي او ملکي چارواکو سره په جلسه کې د هغوى ستونزې او غوښتنې هم واورېدې.

بلخوا د شهيد ډاکټر نجيب لور د ملي امنيت شورا سلاکار څخه له دې امله مننه کړې ده، چې د هغه د پلار قبر ته ورغلى او ورته يې دعا د هغه مزار ته په ورتګ کې له هغه سره د پکتيا والي شميم خان کټوازي هم ملتيا کوله. له هغه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د حمدالله محب ستاينه کېږي، ځکه په تېرو کلونو کې نوموړى لومړنى چارواکى دى، چې د شهيد ډاکټر نجيب مزار ته ورغلى دى او هغه ته يې دعا کړې ده.

 د ډاکټر نجیب لور هيله نجيب په خپل ټویټ لیکلي:

((زه د ښاغلي حمدالله محب او ښاغلي شميم کټوازي صاحب نه ډېره مننه کوم چې زما د پلار او زما د تره مقبرو ته ورغلي و. خداى دې زما د پلار او تره په حق کې ستاسې دعاګانې قبولې کړي او خداى دې وکړي چې زموږ هېواد ته يو دايمي سوله راشي. کور مو ودان))

دا هم باید یاده کړو چې حمدالله محب یو سیاسي او قومي څیره ده نوموړۍ لدې وړاندې هم مختلف سفرونه کړي دي او مختف ځایونو کې ېې د قومي مخورو او سپینګيرو سره لیدلي دي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button