لوبې خبرونه

دنبي ښه توپوهنه، ټیم يې بریالۍ او مین اف دي میچ شو

دنبي ښه توپوهنه، ټیم يې بریالۍ او مین اف دي میچ شومحمد نبي نن په بیګ باش لیګ کې زبردست بېټنګ ترسره کړه چې ډېر وروسته يې خپلې ټيم ته بریا ورپه برخه کړه او همدا رنګه د لوبې د غوره لوبغاړي یا مین اف دی میچ جایزه يې هم خپله کړه.

د BigBashلیګ ۳۳مه لوبه د اډیلیډ سټرایکرز او میلبورن رینیګاډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سټرایکرز پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.اډیلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې پیل سالټ ۵۹، الیکس کیري ۴۲ او مټ رینشا ۳۰ منډې وکړې.راشد خان بیا په صفر وسوځېده.د میلبورن رینیګاډز له لوري پیټر هیتزګلو ۳ او جېک پریستویج ۲ لوبغاړي وسوځول.

نور احمد ۴ اورونو کې ۳۵ او محمد نبي ۱ اور کې ۹ منډې ورکړې، خو ویکټ يې وانخیسته.د ۱۷۸ منډو هدف د میلبورن رینیګاډز لوبډلې په ۱۹.۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه. محمد نبي نن په زړه پورې لوبه ترسره او لوبډله يې بریالۍ کړه، هغه د ۲ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مټ په ۴۱ توپونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اډیلیډ سټرایکرز له لوري راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد نبي ته ورکړل شوه.هېره دې نه وي چې دا د میلبورن رینیګاډز ۹مه لوبه وه چې دویمه بریا يې خپله کړه.دوی ښهلوبه وکړه اوله همدې لامل داشو چې دوی لوبه هم وګټله.

دنبي ښه توپوهنه، ټیم يې بریالۍ او مین اف دي میچ شو
دنبي ښه توپوهنه، ټیم يې بریالۍ او مین اف دي میچ شو

محمد نبي یو له ښه لوبغاړو دی او دی کولی شي په ملي کچه لوبو کې هم ښه پرفامنس وښای خو شرت ب ېې دا وي چې په هره لوبه کې ېې ولوبوي او په اولو نمبرو کې ېې بیټنګ ته راوباسي تر څو د لوبې د ملت تیر جوړ شي هېره دې نه وي چې محمد نبي د ښهلوبغاړي ترڅنګ یو ښه انسان هم دی.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button