Uncategorized

دوحه: خپلمنځي مذاکراتي‌ ټیمونه د خبرو د چټکتیا په اړه خبرې کړي

دوحه: خپلمنځي مذاکراتي‌ ټیمونه د خبرو د چټکتیا په اړه خبرې کړي. له اوږدې مودې ځنډ وروسته د افغانانو د بین الافعاني خبرو ټیمونه د مذاکراتو د چټکتیا او د اجنډا لپاره د غوره کېدونکو موضوعاتو په هکله بحثونه تر سره کړي.

په دوحه کې د‌ طالبانو د سیاسي‌ دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم» وردک پر ټویټر لیکلي‌‌ تېر ماښام د بین الافغاني مذاکراتو د ټيمونو د مشرانو او یو شمېر غړیو تر منځ ناسته تر سره شوه. په ناسته کې د مذاکراتو دچټکتیا او د اجنډا د موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.د حکومت ټیم که څه هم تر دې دمه د ناستې په اړه څه نه دي‌ ویلي، خو په تېرو څو میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې چې بین الافغاني‌ مذاکراتي‌ ټیمونه ناسته کوي.

intra afghan negotiation day

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغان سولې خبرو د چټکتیا لپاره هڅې زیاتې شوې دي او نړیواله ټولنه او امریکا ټینګار لري، چې مذاکرات باید جدي او معنا لرونکي وي.ځکه افغانان نور جنګونو څخه تنګ دي او باید نور اوربند ته لار هواره شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌ ښاغلی زلمي‌ خلیلزاد ویلي خپلمنځي مذاکرات که څه هم ناکام نه دي خو بیا هم ډېر ورو دي، او دواړه خواوې‌ د اصلي موضوعاتو پر بحث تمرکز نه کوي.هغخ اوس وخت د دې رارسېدلی چې باید ټولې خواوې سولې ته جدي کار وکړي.

بلخوا ته له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ هم روانه ده چې ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې بشپړه شي.سیاسي شنونکي په دې اړه وایی چې لا هم معلومه نده چې د افغانستان اینده به کوطرف زي دا به وخت ثابتوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button