نړیوال خبرونه

دوحه: د طالبانو او امریکا توافق د خپل منځي خبرو د بنسټ په حیث ومنل شو

 دوحه: د طالبانو او امریکا توافق د خپل منځي خبرو د بنسټ په حیث ومنل شو قطر کې یو شمېر راپورونه وایي له اوږدې مودې ځنډ او مخالفت وروسته د حکومت مذاکراتي ټیم منلې چې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوی تړون به د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکو توافقاتو لپاره یو بنیاد او اساس وي.

د دوو میاشتو راهیسې په قطر کې د طالبانو او حکومت مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته ناست وو؛ خو دا چې د حکومت مذاکراتي ټیم د طالبانو او امریکا توافقنامه د خبرو د بنسټ په حیث نه منله؛ له امله یې په مذاکراتو کې پرمختګ په ټپه ولاړ وو.تازه له دوحې څخه یو شمېر سرچینو «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د تېر کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شوی تړون د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې د کېدونکو توافقاتو لپاره د بنسټ په حیث منل شوی.

د راپورونږ پر اساس داسې تمه وه چې دواړه لوري به هوکړې ته د رسېدو اعلان د رسمي اعلامیو له لارې کوي؛ خو د کابل د ټیم په غوښتنه طالبانو هم توافق ته د رسېدو په اړه د خپرېدونکې اعلامیې خپرېدل ځنډولي.د کابل پوهنتون استاد «اسد وحیدي» وایي، د تېرې یکشنې په ورځ د کابل د مذاکراتي ټيم غړي د یوه طالب چارواکي په کور کې میلمانه وو او همالته د شپې ناوخته دواړه لوري  د طرزالعمل د اصولو په اړه توافق ته هم ورسېدل.

بلخوا بیاطالبانو ته نږدې د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال «خالد ځدران» پر ټویټر لیکلي، چې د کابل د مذاکراتي ټیم مشر «معصوم ستانکزی» په بیړني ډول کابل ته غوښتل شوی؛ خو په دوحه کې يې د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر «شیخ عبدالحکیم» سره ژمنه کړې چې کړي توافق ته به ژمن پاتې کېږي.دهغه په خبره، که چېرې د طالبانو مقابل مذاکراتي پلاوی شوي توافق ته ژمن پاتې نشي؛ جګړه به نوره هم سخته

د حکومت پلاوي وروسته له هغه د طالبانو او امریکا توافقنامه د خبرو د بنسټ په حیث مني، چې څو ورځې وړاندې امریکا له افغانستانه د خپلو زرګونو عسکرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه او یاده یې کړه، چې د نوي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د مېشتو امریکايي عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټیټوي.

د پنټاګان لخوا د امریکايي عسکرو د شمېر د کمښت تر اعلان وروسته د امریکا د امنیت شورا سلاکار «رابرټ اوبراین» وویل، چې په افغانستان کې پاتې عسکر به د امریکایي سفارت او ادارو ساتنه کوي او ولسمشر ټرمپ هیله لري چې هغوی هم د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې «هغه نېټه چې طالبانو په تړون کې د بهرنیو عسکرو د بشپړې انخلاء لپاره مشخصه کړې» په بشپړ ډول افغانستان ترک کړي.

بل لور ته د افغان حکومت چارواکي وایي، د نړیوالې ټولنې له لوري ورکړل شوې مرستې هم مخ په خلاصېدو دي او په داسې یو حالت کې د جګړې زیاتره بوج د دولتي عسکرو په اوږو دی ښايي نړیوال نور له حکومت سره مرستو ته زړه ښه نکړي ځکه د دويي پر وینا امریکا نور بهرنی هېوادونه د افغانستان د حکومت نه رتضي ندي او لامل ېې د دوي فساد سره مبارزې کې ناکامیدل ښايي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button