نړیوال خبرونه

دولسمشرغني به مشرۍ د اقتصاد شورا غونډه جوړه شوه

دولسمشر غني به مشرۍ د اقتصادعالي شورا غونډه جوړه شوه د نورو اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ پکې د چرګانو د صنعت د ارزښت پر زنځير او په دې اړه تفصیل سره بحث وشو، په دغه غونډې کې د اړوندو چارواکو نه راپورونه هم واورېدل شول،

یاده غونډه کې د چرګانو روزنې سکتور محصولاتو د وارداتو مدیریت د ګروپ کاري په راپور، په هیواد کې د غیر معیاري او قاچاقي روغتیایي محصولاتو اودایانو د وارداتو مخنیوي پر طرحه او د افغانستان برښنا شرکت د نوري فایبر مزو او د برېښنا پایو کرایه ورکولو پر موضوع بحث او وارزول شول.اول د کرنې وزارت مرستیال د چرګانو روزنې سکتور محصولاتو د وارداتو مدیریت د کاري ګروپ راپور غونډې ته تشریح کړ،

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري په ډاګه کړه چې اوسمهال هیواد د چرګانو روزنې صنعت کې په تدریجي ډول د ځان بسیاینې پر لور روان دی او خصوصي سکتور توانېدلی په خپلې پانګونې سره د چرګانو روزنې صنعت د محصولاتو لپاره د هیوادوالو د اړتیاوو لویه برخه په ځانګړي ډول د چرګانو غوښه او هګۍ، پوره کړي.

«اقتصادي عالي شورا تر هر اړخیزو بحثونو وروسته کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارله چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ، په هیواد کې د چرګانو روزنې صنعت د ارزښت پر زنځیر کار وکړي، خپله مشخصه طرحه د طرحې په تطبیق کې د دولتي ادارو ظرفیت، په دې برخه کې د تقاضا او عرضې تعادل او د هغو لنډمهالو او اوږدمهالو اغېزو ته په پام، ډېر ژر بېرته اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړي.» همداراز د اقتصادي عالي شورا غړي په دې برخه کې د خصوصي سکتور د لا زیاتې پانګونې غوښتونکي شول ترڅو د مشخص زماني جدول پر اساس، هیواد بشپړې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د افغانستان دولت د مطبوعاتو له لوري د هغو خپرو شویو راپورونو چې د شفافیت د رامنځته کېدو او د فساد مخنیوي لامل کېږي، نه یوازې هرکلی کوي، بلکې په دې برخه کې د مطبوعاتو کلک ملاتړ هم کوي.

همداراز د اقتصادي عالي شورا غړو د پروسې د شفافیت او قانوني کولو په موخه، په حقوقي چارو کې د جمهوري ریاست ارشد مشاوریت ته دنده وسپارله، چې د افغانستان برښنا شرکت د نوري فایبر مزو او د برېښنا پایو د کرایې د پخوانیو قراردادونو د تداوم څرنګوالي پر حقوقي اړخونو له مخابراتي شرکتونو سره کار وکړي، پایله یې د لازم تصمیم نیولو په موخه وړاندې کړي.

دولت او د اقتصاد شورا باید ټولې اقتصادي ستونزې وڅيړي او د حل لارې وزته اوګوري ترڅو د مملکت اقتصادي ستونزو سره مخ نشي او ترقي وکړي ځکه افغانستان یوه ستونزه دا هم ده چې امنیت پکې نشته او همدغه د اقتصادي ستونزو یو لامل دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button