نړیوال خبرونه

دوکتور ایاز نیازي بریددخلکوغبرګونونه راپارولي

دوه ورځې وړاندې د کابل په وزیر اکبر خان جومات باندې برید وشو او یاد برید کې مشهور مولوي ایاز نییازۍ هم شهید شو  په دغه برید کې د زخمیانوتر څنګ نوره مرګ ژولبه اووښتې. د مسجد امام دوکتور محمد ایاز نیازی شهادت اوس د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

ایاز نیازي په دیني علم کې له الاازهر پوهنتون تر دوکتورا کچې زده کړې درلودې او په افغانستان کې له مطرحو علماوو شمیرل کیده. هغه د کابل پوهنتون استاد هم و. دوکتور نیازی له دې هم امله هم مشهور و چې پر هر چا یې له خپل ممبره نیوکې کولې او حقایق یې ویل

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني له قوله یوه اعلامیه کې دا برید غندل شوی او بشري ضد تروریستي جنایت بلل شوی دی. د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې ددې پيښې جدي پلټنو لارښوونه شوې ده. ترڅنګ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم دا برید غندلی دی او د څیړنو د کولو غوښتنه یې کړې ده. هغه دا نه جبرانیدونکې ضایع بللې او دا کار یې له اسلام سره هم په ټکر کې ګڼلی دی.

طالب وسله والو هم دا برید غندلی او لاس لرل یې په کې رد کړي دي. هغوی دا برید جنایت بللی دی.

لیکوال او شنونکي خوشحال خلیلي لیکلي:«راځئ سپینه یې سره ووایو، چې لس میليونه اردو او پولیس راولې او په هره کور او کوڅه يې ودروی، تر هغو چې قتل او قاتل د ولس په ذهن او زړه کې مقدس ګڼل کیږي، نه جګړه ورکیږي او نه هم انسانوژنه دریږي. له قتل او قاتل څخه کرکه له امریکایانو زده کړئ، یو تورپوستی پولیسو وواژه اوس ټول راوتلي دي او له قتل او قاتل څخه خپله کرکه څرګندوي، بل ځل به بل څوک د چا نیکه هم ونه شي وژلای. له بده مرغه زموږ اکثريت روزنه داسې شوې چې قتل او قاتل دواړه راته مقدس دي او په خپلو ورځنیو ادبیاتو کې قتل او قاتل دواړه مقدس ګڼو. ښه که د ماشومانو، ښځو او بې ګناه وګړو د مرګ په اړه چوپه خوله یاست او مقدس یې ګڼئ، نو د دیني عالم د قتل په اړه خو غږ پورته کړئ! که ټول ملت د قتل او قاتل پر ضد غږ پورته کړي او په عبادت کې یې ونه شمیري، نو جګړه په هماغه شېبه پای ته رسیږي.»

سیاسي فعال او د پوهنتون استاد اسماعیل یون: «د اسلام د اعتدالي لارې یو سر لاری: دوکتور محمد ایاز نیازی د هېواد یو ستر دیني عالم و، هغه په تېرو دوو لسیزو کې په پوره مېړانه ، فصاحت او بلاغت ، دیني او علمي منطق د اسلام د سپېڅلي دین اصلي جوهر ( سړیتوب) هېوادوالو ته تشریح کړ ، هغه د اسلام له ارزښتونو سره سم نه له افراط څخه کار واخیست او نه یې د تفریط لمن ونیوه ؛ یوه معتدله لاره یې غوره کړه. نن د اسلامیت او افغانیت دښمنانو د هېواد دا ستر عالم ، چې هم د دنیا له چارو خبر و او هم د دین له چارو ، د خدای په کور کې شهید کړ. له دې او دې ډول نورو ورته دردوونکو پېښو څخه دا حقیقت لاپسې په ډاګه څرګندېږي ، چې د انسانیت او هېواد دښمنان غواړي تر وروستي افغانه دا جګړه وغځوي ))

د دې تر څنګ عامو خلکو په سوشل ميډیا کې د نوموړي عمسونه خپاره کړي دي او د تسلیت ېې ورته ویلۍ عامو خلک دغې پئښې عام خلک ېې غوسه کړی دي او د حکومته ېې غوښتي چې د یادې پېښې پوښتنه دې وشي او دغسې شخصیتونو د امنیت ساتلو غوښتنه هم کړې ده.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني د یادې پېښې څېړنې حکم کړۍ دۍ او ویلي دي چې د یادې پېښې د څېړلو لپاره مې پلاوۍ ټاکلۍ چې یاده پېښه وڅیړي او خلک دې معلوم شي.چې د یادې پېښې اصلي عاملين څوک دي او دغو خلکو معومېدو سره باید یاد خلک د قانون منګولو ته وسپارل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button