سفر خبرونه

دپاکستان دسناغړي دپاکستان اوافغانستان ترمنځ دوېزې پرته تګ راتګ غوښتنه وکړه

دپاکستان دسناغړي دپاکستان اوافغانستان ترمنځ دوېزې پرته تګ راتګ غوښتنه وکړه مشاهد حسېن چې دبهرنيو چارود کمېټې ریس هم دۍ وايي، چې له افغانستان سره تګ راتګ بايد له وېزې پرته وشي او دواړو ملکونو تر منځ کې دې نږدېوالۍ راشي،

هغه له له یو رسنۍ سره په خبرو کې ویلي،چې پاکستان او افغانستان بايد په خپلو کې اړيکې لا نورې ښه کړي .نوموړى چې د سنا مجلس غړى دى، د بهرنيو چارو د کمېټې مشرۍ طیفه هم مخې ته بوزي.مشاهد حسېن په خپله دغه مرکه کې وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه او ستونزې یو طرف ته شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد تګ راتګ له وېزې پرته وشي،

هغه همدا رنګه وايي، چې افغانستان د پاکستان ورور مملکت دۍ او د دواړو هېوادونو اړيکې بايد لا نورې هم قوي شي هغه دغه راز د سولې په برخه د پاکستان په همکارۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دی تمه لري چې افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي او افغانستان کې یو پایداره شوله راشي،

یوو څه موده وړاندې پاکستان ته د تورخم او سپين بولدک په ګډون په ټولو لارو افغانانو پرته له وېزې تګ راتګ سفر کولو او همدا راز د پښتونخوا پښتنو هم افغانستان ته پرته له وېزې تګ راتګ کاوه.خو دا تېر څو کلونه کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ ګران شوى دى، اوس پرته له وېزې د دواړو لوريو څخه څوک سفر نه شي کولاى.

بلخوا پاکستان کې اوس مهال هم په ميليونونو افغان کډوال ژوند کوي ، چې زياتره يې په مياشت کې يو ځل حتماً افغانستان ته سفر کوي . له کله راهيسې چې تګ راتګ پر پاسپورټ شروع شوۍ دۍ ، له هماغه وخت راهيسې نه يوازې دا چې په تورخم کې بېروبار زيات شوى دى، بلکې د پاکستان د وېزو ترلاسه کولو لپاره هم مشکلات په مښه رازي او افغانان ډېر پازابيږي،

دپاکستان دسناغړي دپاکستان اوافغانستان ترمنځ دوېزې پرته تګ راتګ غوښتنه وکړه
دپاکستان دسناغړي دپاکستان اوافغانستان ترمنځ دوېزې پرته تګ راتګ غوښتنه وکړه

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چئې باید دواړه لورې یو داسې مېکانېزم باندې کار وکړي چې د وېزې پرته تګ راتګ په اسانه ډول وکړړي ځکه پاکستان کې چې کوم افغانان دي هِويي ته هم مشکلات وي او خپله پاکستانیانو ته هم خورا زیات مشکلات وي دوي په ازاده ډول سفر نشي کولۍ اکثره خلک ډېر زوريږي نو ښه به دا وي چې امنیت په نظر کې نيولو سره يه ارامه اسانه ډول سفرونه سره د دواړو هېوادونو وګړي وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button