سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

دپاکستان په تاريخ کې اول ځل پوليسو نرښځى استخدام کړۍ.

دپاکستان په تاريخ کې اول ځل  پوليسو نرښځى استخدام کړۍ. چې په راتلونکو څو ورځو کې به د پوليس په توګه خپله دنده پيل کړي. له دې وړاندې پاکستان صرف سړي پولیس وو خو بیا بو څه وخت بعد د ښځو د اسخدام پروسه هم شروع شوه. پاکستان کې د جمهوریت نظام دۍ او هر طبقې واله خلک کولۍ شي چې په دولت کې دنده واخلي. او کار او خدمت وکړي..

د دغې هېواد رسنيو د راپورونو له مخې ، د ريم شريف په نوم دغه نرښځي د پوليسو دندې لپاره ټولې قانوني لارې بشپړې کړې دي او له هغه وروسته استخدام شوى دى هغه به ډېر ژر په کار پیل وکړي. هغه خپله وايي چې نوموړۍ به د ملک خدمت کولو پوره پوره کوشش کوي .

نوموړي نرښځى پوليس به د پاکستان په پېنډۍ ښار کې د ښځو په يوې حوزې کې مقرر شي او پاکستاني پوليس وايي، چې د هغه لپاره يې ځانګړى ډيسک جوړ کړى دى چې د نرښځيانو د مسئلو لپاره به کار کوي.

دوى زیاتوي ، چې ريم شريف ته د پوليسو ټول ځانګړي ټرېننګونه ورکړل شوي دي او هغه به د ښځينه پوليسو کالي په تن کوي او د نرښځيانو ستونزې به اوري.

دراولپنډۍ د پوليسوډي پي او  وايي، چې په پېنډۍ کې له ٣٠٠٠ څخه زيات نرښځيان ژوند کوي او په دې همدې خاطر يې پيل له همدې ځايه وکړ، له دې وروسته به په نورو ښارونو کې هم نرښځيان استخدام او په حوزو کې به ورته ځانګړي ځايونه جوړ کړي.

دوي زياته کړې ده، چې دا نرښځيان به ټول په ښځينه حوزو کې استخدام کېږي او د نارينه و په حوزو کې به نه استخدامېږي. د نرښځيانو يوې انجيو په خپل راپور کې ويلي دي، چې په پاکستان کې چې وروستۍ سرشمېرنه وشوه، د هغې له مخې په پاکستان کې له ١٠ زرو څخه زيات نرښځيان مېشت دي. داهم باید یاده کړو چې د هر یو هۍواد کې باید دغو نرښځو ته په هر ډګر کې ځانګړۍ ځاۍ ورکړۍ شي تر څو دوي ته خپل حق ورکړل شي د هر یو مملکت دولت مکلف دۍ چې دوي ځانګړۍ سهم ورکړل شي که د دولت چوکۍ وي او که پوهنټونونو کې د داخلې سهم وي باید یو څه ٪ فیصدي دوي ته ځانګړې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button