نړیوال خبرونه

دکرونا ناروغی تازه حال

دکویډ۱۹تازه حال د کرونا دویمې څپې د راتګ له امله د نړۍ یو شمېر مملکتونو د بیا ځلې کرنطین پر لور تلوو خبره کړې هغوی ویلي د کرونا د دویمې خطرناکې څپې د مخنیوي لپاره د بیا ځل قرنطین کولو خبره کړې

د ژمٍي په راتګ سره په نړیواله کچه د کویډ۱۹ناروغي مثبتې پیښي یو ځل بیا زیاتي شوې چې ورسره هممهاله اندېښنې هم زیاتې سوې راپورونه وايي چې  په اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پیښو شمېر ۴۰ ٪ سلنه ډېرې شوي.د تازه مالوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله ۴۶،۵۳۹،۲۳۴ میلیونه کسان تراوسه د کرونا په ناروغۍ اخته سوي او تر اوسه ۱،۲۰۲،۴۰۸ کسانو د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی همدارنګه د دې ناروغۍ څخه ۳۳،۵۸۹،۵۷۵ کسان تر اوسه روغ شوي او لا هم نور په روغېدودي.

متحده ایالات د هغه مملکتونودی د کتار سر کې ده چې په کرونا پکښي د ککړو کسانو شمېر خورا لوړ دی مالومات وايي چې تراوسه د رسمي شمېرو له مخې په دې هېواد کې د څه کم لس میلیونه په شاوخوا کې انسانان په دې هېواد کې په کرونا مبتلا سوي چې له دې جملې څخه ۲ لکه ۳۶ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډېر نور زیانونه ېې هم ورته ورسول.

د کوېډ۱۹ ناروغی د دویمې  څپې په راتګ سره افغانستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پیښو شمېر هم زیات شوی افغاني روغتیا پالان وايي کچیري عام خلک د کرونا په هکله روغتیايي او احطیاتي تدابیر ونه نیسي او دې برخه کې بې پروايي وکړي نو لیري نه ده چې د کرونا دویمه څپه به هم زیاته خطرناکه وي دوی له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په سمه توګه په پام کې ونیسي او د کرونا ناروغي په برخه کې پوره احطیات وکړ

نړۍ کې مجموعي په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴ میلیونه ته نږدې دۍ

اوس ټولو عامو وګړو ته پکار دي چې د کرونا ویروس لپاره هغه تدابیروکړي کوم چې د دغه ناروغی مخنیوي لپاره اړین وي لکه عام وګړي باید د ډېر تګ راتګ نه ډډه وکړي که څوک ضرورت لپاره بازار ته زي نو باید خپلو منځو کې فاصله وساتي. او د بیرون راوتلو په وخت کې دې ماسک نه استفاده وکړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button