دکرونا وایرس په اړه جوړ شوئ پخوانئ فلم

په دوه زره یولس ۲۰۱۱ کال کې د « کونټیجن» په نوم خپور شوی فلم چې دبالیووډ مشهوره لوبغاړو کار پکښي کړی د کرونا وایرس ته انتهايي ورته کیسه کوي.
په فلم کې یوه کاروباري مېرمن (پیلټرو) د یوه نابلده او پیچلي وایرس له کبله مري . دغې ښخي وایرس د چین د سفر پر مهال اخیستی وي .
په فلم کې مړې شوې مېرمني ته وایرس د چین په هانکانګ کې د یوه اشپز سره د لاس ورکولو پر مهال انتقال شي . هلته دوایرس نوم (ایم آې وي ون) ښودل شوی . فلم ښيي چې د اشپز ته وایرس له یوه خنځیر یا خوګ نه انتقال شوی وو.
د فلم کیسه ښيي چې (پیلټرو) کله کورته ستنه شي ، نو د سختي تبې او بیمارۍ له کبله مړه شي .د هغې زوی هم له مور نه دا وایرس واخلي او سمدستي مړ شي ؛ خو د فلم ددغه کردار (پیلټرو) میړه (میټ ډیمن) د وجود دفاعي نظام پیاوړی وي او دا وایرس نه بچ شي او ژوندی پاتې شي .
فلم کې د وایرس خپرېدل
فلم ښيي چې وروسته دا وایرس د نړۍ ټولو هیوادونو ته غځېږي او پراخ تلفات اړوي .
حیرانونکې داده چې په فلم کې فرضي وایرس او د کرونا اوسنی وایرس دواړه ډېر سره ورته دي ؛ په فلم کې هم دا وایرس د انسانانو د یوبل سره له نېژدې کېدو، ټوخېدو او پرچي نه انتقالېږي او اوسنی کرونا وایرس هم هم دا ډول له یوه انسانه بل انسان ته ځي .
په فلم کې هم دغه وایرس د تبي ، ټوخي او سابندۍ سبب کېږي او کرونا اوسنی وایرس هم هم دغه نښې لري .
البته د خپراوي او مرګ شمېر فرق سره لري ؛ فلم ښيي چې په (ایم آې وي ون) وایرس د اخته کسانو ۲۵ فیصده ژوند له لاسه ورکوي ، خو اوسني کرونا وایرس کې دا فیصدي ۳ عشاریه ۴ ښودل شوې ده .
په کونټیجن فلم کې چې کله نړۍ ته داخطرناکه وبا خپره شي ، نو د یوې اصلي انټیلجنس ادارې (ایپي ډیمک انټیلي جنس ادارې ) له لوري د وایرس د کنټرول لپاره هلي ځليپیل شي . ددغې ادارې کارکونکي په وایرس د اخته کسانو پېژندنه کوي او بیلوي یې .
په فلم کې د امریکا شیکاګو ایالت قرنطین کدل شي . داسي قرنطین شي لکه په چین کې د هوان ایالت چې وتړل شو .
کونټیجن یو مشهوراو د ګټې وټي فلم شو
په دغه فلم کې چې میټ ډیمن ؛ جوډلا؛ ګیونت پیلټرو ؛ ګیټ ونسلیټ او مایکل ډګلس کار کړی د نړۍ له مشهورو او ډېرو پیسو ګټونکو فلمونو دی .
دا فلم سکاټ زید برنز لیکلی دی او د نړۍ ۶۱ تر ټولو ډېر ګټه کونکی فلم بلل شوی . نوموړی وايي چې فلم ناببره له اوسني وایرس سره سمون خوړلی او دی نه پوهېږي چې دا څنګه شوي دي .
په فلم کې د اوسني کرونا وایرس په څېر ډېرافواهات موجود دی او د فلم وایرس (ایم آې وي ون) وبا د نړۍ اقتصاد سخت زیانمن کړی دی .
اوسنی وایرس هم د روغتیا سره سره پر نړۍ وال اقتصاد داسي سیوری غوړولی چې کلونه یې ساری نه وو لیدل شوی .
دا فلم اوس یوځل بیا په نړۍ کې ډېر مشهور شوی دی ؛ او حیرانونکې داده چې د فلم لیکوال سکاټ زید برنز چې کله فلم لیکلو نو د وبايي ناروغیو ادارو ؛ وایرالوجیسټانو او آن تر دې چې د ډبلیو ایچ او یا د روغتیا له نړۍ وال سازمان سره یې هم مشوره او خبري کړې وې .
سکاټ زید برنز وايي چې د فلم د سکریپ او مشورو پر مهال دوی (وایرالوجسټانو) راته وویل چې پوښتنه دا نه ده چې یوه وایرسي وبا به پر نړۍ خورېږي؛ البته پوښتنه داده چې کله ؟
کرونا وایرس چې د فلم له وایرس (ایم آې وي ون) سره انتهايي نېژدې ورته والی لري ؛ د چین له واهان ښاره پیل او اوس د نړۍ تر ډېرو هیوادونو رسېدلی دی .
دغه وایرس تر دم ګړیه نېژدې ۱۳۰ زره کسان نیولي او ش اوخوا ۵۰۰۰ زره یې وژلي دي .
د کرونا وایرس علاج او اکسین لا تر اوسه نشته ؛ البته وقایه یې شونې ده .
د روغتیا نړۍ وال سازمان او په ټوله کې د نړۍ ټوله روغتیا پالان انسانانو ته لار ښوونه کوي چې له یوبل سره به غاړه نه رورکوي ؛ د غېږي روغبړ او لاس ورکول بند دي ؛ معیات او ویټامین سي اخیستل ؛ نظافت ساتل او په پرله پسې توګه لاسونه په صابون مینځل او له ګڼې ګوڼې ځان ساتل یې یوازینی مخنیوی دی .