لوبې خبرونه

دکرکټ بورډاجرایه ریاست کې لاهم جنجال شتون لري

دملي کرکټ بورډاجرایه ریاست کې لاهم جنجال شتون لري د کرکټ بورډ اجرایه ریاست چې کله نه ایجاد شوۍ دغه اداره په په بد بختیو باندې سر ده او ورځ تربله نور هم کمزورې کيږي او دهېواد والود غبرګونونو سره مخ کيږي،

ویل کيږي چې کرکټ بورډ اوس سیاسي شوۍ دۍ او اداره د سیاست ښکار شوې ده د لوبغاړو تر منځ د دواړو مشرانو (اجرایه او عمومي مشر) لخوا د کرکې، بې اتفاقۍ او خود غرضۍ اورونه بل شول.ټول لوبغاړي د یو بل سره وران دي او له همرې امله د نړیوالو اداره باور هم ورځ تربله کميږي .همدا لامل ؤ چې تېرو پینځو کلونو کې د بورډ ادارې ته څلور ځله مشرتابه بدل شو خو نه یوازې اداره ورسره جوړه نشوه، بلکې تر بد هم بدتره شوه. د مینوالو مینه او هېواد لپاره یې د لوبو جنون زیانمن کړ او په ټوله کې د کرکې یو په تنور بدل شو.

دغه لانچې او سنتونزې د اوس نه ندي بلکې د شفيق ستانکزي او عاطف مشعل د وختو راپاتې دي،. دوی دواړو د خپلو څوکیو د ساتلو لپاره د لوبغاړو له احساساتو، پاکۍ او بې طرفۍ بده استفاده وکړه او یو شمېر مشهور پلیران یې خپل اجېنټان جوړ کړل، خو کله چې په بورډ کې ستونزې اوج ته ورسېدې، په ولسمشر باندې فشار زیات شو، نو دواړه مشران یې په لږ ځند له بورډ څخه وویستل.بدمرغي هغه مهال زیاته شوه چې له بورډ څخه د عاطف مشعل د ویستلو سره یې نوموړی په پاکستان کې د افغانستان سفیر کړ او تر دې لویه تېروتنه بیا دا وه چې همدا عاطف مشعل یې د بورډ لپاره غایبانه سلاکار او مرستیال وټاکه. په دې سره د د عاطف او شفیق ستانکزي پر مهال نه یوازې شوي فسادونه پټ پاتې شول، په دغه اداره کې د بدبختیو ادامه اوس جاري ده

عاطف مشعل اجرایه ریاست ته خپل خوښی کس (اوسنی مشر لطف الله ستانکزی) راوست، تر څو وکولی شي په بورډ کې د لومړي پړاو اي پي ایل فسادونه او نورې ورته بد رنګۍ پټې وساتي.ویل کېږي اوسنی اجرایه رییس دوبۍ ته په ویزه کې ستونزه لري او د کرېکټ د نړېوالې شورا په ګڼو غونډو کې د افغانستان استازیتوب ته حاضر شوی نه دی خو بیا یې هم په دغه څوکۍ باندې پښه خښه کړې ده.

دوی نه یوازې په نړیواله کچه د افغانستان نوم بد کړ، بلکې په کور د ننه یې هم د مینوالو زړونه په تدریجي ډول مات کړل.د کرېکټ یو شمېر مبصرین او بورډ ته نیږدې کسان په دې باور دي چې په دغه اداره کې مافیایي کړۍ دومره ژورې تللې دي چې په آسانۍ ولسمشر هم و نه توانېږي وړ کسان په کې وګماري ځکه په وینا یې وار له مخې ځینې کړۍ لګیا دي او د خپلې خوښې کسانو د ګمارنې لپاره له ارګ سره اړیکې نیسي.

د کرکټ بازي تحلیلګر په دې باور دي چې په بورډ کې باید اجرایه پوسټ ختم شي ي او د پخوا په څېر دې د یوه مشرتابه لخوا بورډ اداره شي تر څو هم د فساد مخه ونیول شي او هم چارې په داخل کې وړ کسان وټاکي،او کرکټ بورډ په سم لاره یا پلیټ فارم روان شي،ځکه همدغه لاملونه دي چې کرکټ بورډ اداره ورځ تر بلې خرابیږي او سمه نتیجه نه ورکوي،

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم ډاکټر حامد شینواري د کرکټ بورډ پخوانۍ مشر ویلي و چې اوس وخت کې د کرکټ بورډ ریاست کې اکرایه پوسټ ته هيڅ اړتیا نشته باید ټولې چارې د کرکټ بورډ مشر مخې ته بوزي او دغه پوسټ باید ژر تر ژره لغوه شي، او اوسنۍ اکرایه ریس هم باید له منځه لاړ شي او منفق شي که داسې ونشي نو کرکټ بورډ به لا نورې بدبختۍ وویني او مخ په خرابېدو به روان شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button