ژوند

د آلمان ۷ ښکلي زاړه ښارونه

د آلمان يو شمېر زاړه ښارونه چې هغه د لرګي او يا د خښتو ګوتيک او يا د رنسانس معمارۍ په سبک جوړ شوي دي، په دغه ليکنه کې يې په اړه لوستلی شئ

ليوبيک:

په دې ښار کې قدم وهل بېل خوند لري، مرکز يې تراوه دی چې د سيند د دوه څانګو لخوا د ټاپو په څير محاصره شوی چې اوبه يې د بالتیک بحر په لوري روانې دي. سوداګرۍ د منځنۍ دورې په وروستيو کې ليوبيک بډايه کړ او ډېرې ودانۍ اوس د دې شاهدي ورکوي چې د دې ښار ځانګړنه څه وه. شاوخوا ۱۸۰۰ ودانۍ د تاريخي ابداتو په لېست کې شامل شوي دي. دا ښار په ۱۹۸۷م کال کې د يونسکو نړيوال ميراث په توګه اعلان شو‌.

ويسمار:

ليوبيک او ويسمار ډېر سره ورته دي. دواړه د هانزا د تاريخي حوزې ښارګوټي اوبو ته څيرمه پراته دي، که څه هم ويسمار بالټيک بحر سره نيغ په نيغه وصل نه دی. دواړه ښارونه د يونسکو نړيوال ميراث په لېست کې شامل دي او ليدونکي دې ښارونو کې ډېر بيروبار جوړوي. په ځانګړي توګه په ويسمار کې يو بندر او درې سترې کليساوې شته دي.

نوز ولولئ: افغاني سیاحتي ځایونه چې تاسو باید په 2023 کې لیدنه وکړئ

کوډلنبورګ:

کوډلنبورګ چې په ساکسن انهالټ ايالت کې پروت دی چې د يونسکو سازمان يې هم قانع کړ چې په خپل معتبر لېست کې ورته ځای ورکړي.

له ۱۹۹۴م کال راهيسي يې کليسا، لرغونې کلا او زوړ ښار ته د يونسکو په نړيوال سازمان کې ځای ورکړل شوی دی. شاوخوا ۱۲۰۰ ودانۍ چې پکې د لرګي چوکاټونه هم کارول شوي او لرغونتيا يې شپږمې پيړۍ ته ورګرځي.

ګورليڅ:

د رنساس، ګوتيک او باروک معمارۍ درې واړه سبکونه د آلمان د ختيځ په دې ښار کې څنګ په څنګ موندل کيداي شي. د دې ښار متنوع منظرو د هاليوډ ډېرې تولید کوونکي ځانته جذب کړي.

فريتزلار:

فريتزلار په لرګي د ډيزاين شويو ودانيو ښار دی چې له ۴۰ زرو څخه ډېر داسې کورونه پکې شته او د ساتلو لپاره يې ډېر کارونه ترسره کيږي.

بامبرګ:

د ښاروالۍ زړه ودانۍ د بامبرګ د تاريخي زړه او د عکس اخيستلو لپاره د ټولو د خوښې وړ ځای دی. دا په ريګنټيز سيند‌ کې په مصنوعي ټاپو کې جوړه شوې ودانۍ ده.

هايدلبيرګ:

هايدلبيرګ ښار د نېکار سيند پر غاړه د خپل موقعيت، زړو پلونو، قصرونو او زوړ ښار له کبله له ۱۹ مې پيړۍ راهيسې د سيلانيانو د علاقې وړ ځای دی. شاعرانو او فيلسوفانو لکه ګويته، هولډرلين، هاينه او هيګل د دې ښار سره ډېر ليوالتيا درلوده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button