لوبې

د آی پي ایل سیالیو د پلی اف او پایلوبې لپاره نوي اصول اعلان شول

د هند غوره لیګ یا آی پي ایل پنځلسم پړاو د لیګ سیالۍ پای ته رسېدلې او څلور لوبډلو ګجرات ټایټنس، راجستان رایلز، لکنو سوپر جاینټس او رایل چیلنجرز بېنګلور ترې پلی اف ته وتلي دي.

د تل په څېر په سږنيو سیالیو کې هم یو لړ نوي اصول اضافه شوي ول، چې دغه سیالیو ته یې یو څه زړه راښکون ورکړی او اوس یې د پلی اف او پایلوبې په اړه هم تازه اصول خپاره شوي دي.

د پلی اف سیالیو په اړه نوي اصول دا دي که چېرته یوه لوبه په پلی اف سیالیو کې مساوي سره شي یا په ټاکلي وخت ترسره نه شي، نو سوپر اور به کېږي، که بیاهم وخت نه وي، نو د لیګ سیالیو مخکښه لوبډله به بریالۍ وي.

نور یی ولوله | په هېواد کې د ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو

د پایلوبې په اړه نوي اصول دا دي چې یوه ورځ ورته اضافه ورکړل شوې، یعنې که چېرته په ۲۹مه نېټه د باران یا خرابې هوا له امله لوبه ونه شي، نو په ۳۰مه نېټه به ترسره شي.

که چېرته په ۲۹مه نېټه پچه اچول شوي وي، کوم اور یا توپ ترسره شوی و او لوبه وځنډېده، په ۳۰مه نېټه به له هماغه ځایه پیلېږي او که کوم توپ یا اور نه و ترسره شوی نو په ۳۰مه نېټه به بیا له سره پچه ویشتل کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button