د اا ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر اکاونټ باندې محدودیتونه وضع شول

د اا ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر اکاونټ باندې محدودیتونه وضع شول

 افغانستان افغانستان

د اا ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر اکاونټ باندې محدودیتونه وضع شول. ټویټر شرکت د افغانستان د حکومت ویاند او د اطلاعاتو و کلتور وزارت معین ذبیح الله مجاهد په ټویټر حساب محدودیتونه وضع کړي.

د ذبیح الله مجاهد حساب پرون وروسته له هغه محدودیتونه وضع شول چې د کابل د برید په اړه یې خبر ورکړ. د ټویټر د اصولو له مخې کله چې د ټويټر اکونټ محدودیت وضع شي نو یاد شخص یا اکونټ ته لاسرسی د لاسه ورکوي، څه خپرولای نشي او نه هم څه خوښولای شي نو دا بیا داسې دی لکه اکاونټ د د په لاس کې نه وي او هیڅ استفاده ورڅخه نشي کولی. .

افغانستان,طالبان,ویاند,ذبیح الله مجاهد

تر دې وړاندې فیسبوک هم د افغانستان د حکومت په چارواکو محدودیتونه وضع کړي ول. فیسبوک آن هغه اکونټونه چې د ذبیح الله مجاهد او د حکومت د چارواکو عکسونه خپروي، له منځه وړي.د ټوېټر ادارې لا هم په دې اړه رسمي څه ندي ویلي. .

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د ذبیح الله مجاهد اکونټ باندې په داسې حال کې بندیزونه وضع کیږي چې تېره ورځ د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونلډټرمپ له محکمې وغوښتل چې ټويټر ته امر وکړي څو د ده حساب بېرته خلاص کړي. ټرمپ ویلي وو چې ټويټر طالبانو اکونټونو ته اجازه ورکوي خو دده یې بند کړی دی.

ذبیح الله مجاهد هم په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د فیسبوک د هغه اقدام مقابل کې چې د طالبانو اکونټونه به بندوي n یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې دا پوښتنه دې له هغوی وشي چې د بیان د ازادۍ مدعیان دي

بحث کې برخه واخلئ

Your email address will not be published.