ځایی

د اختر په رارسېدو سره د وچې مېوې بیعې لوړې شوي دي.

د اختر په رانژدې کېدو سره د هېواد په بازارونو کې د وچې مېوې بیې لوړېږي

هر کال د اختر په رانږدېدو کېدو سره د هېواد په بازارونو کې د وچې میوې بیه لوړېږي. سږکال هم د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله د اختر ورځو ته وچه مېوه نه‌شي پېرلی..

د وچې میوې پلورونکي وايي، د تېرو کلونو پرتله سږ کال د وچې میوې پلور کم‌رنګه شوی دی. د کابل اوسېدونکې صفي‌الله وايي: «په تېرو اخترونو کې ښه و، موږ بې‌روزګاره نه‌وو، په‌دې شپو ورځو کې به ډېر زیات بوخت وو. د کابل اوسېدونکی سردامیر وايي: «بې‌روزګاري ده، کار نه‌شته، پیسه نه‌شته، څوک مېوه نه‌ اخلي بل خوا یو شمېر پلورونکی د اختر د ورځو په درشل کېدو د وچې مېوې د پلور د کمېدو خبره کوي..

نور یی ولوله| کابل : یو شمېر ښځینه لیکوالانو د نحونو ښونځیو پرانستلو غوښتنه وکړه

نور یی ولوله| د افغانستان په اړه د جوبایډن نوې پرېکړه.

اختر به ډیر ګڼه ګوڼه وه، هیڅ به نه ضایع کیدل

یو پلورونکی احمدزی وايي: «له اختر یوه ورځ مخکې به ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وه، هېڅ به نه بې‌کاره کېدلو. دوه یا درې لکه افغانۍ کار به مو کاوه، خو اوس چې درې ورځې اختر ته پاتې دي، هېڅ مو کار نه‌دی کړی او عاید هم کم شوي دي

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: دولت باید د اختر پر مهال پر بازار ښه کنټرول ولري، څو په پلور پر مهال د احتکار او نحصار څخه مخه ونیول شي. سږکال لوی اختر په داسې حال کې رارسېږي چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې د افغانستان تر نیمایي زیات خلک له بې‌وزلۍ سره مخ دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button