افغانستان

د ارزو او راه فردا تلویزونونو د خبریالانو د شکایتونو څېړل کېدل

طالبان وايي، د ارزو او راه فردا تلویزونونو د خبریالانو شکایتونه یې څېړلي دي

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران پر اېکس لیکلي چې د دغه وزارت د خپرونو چارو د معین، مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمیسیون غونډه وشوه.

د غفران په وینا په دغه غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د راه فردا او ارزو ټلويزيونونو د خبريالانو له لوري شوي شکايتونه د دواړو خواو په حضور کې وڅېړل شول او د حل په موخه یې یوه قضیه محکمې او بله قضیه د کمېسیون راتلونکې غونډې ته د لا څیړنې په موخه وړاندې شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ له جدي ننګونو، سانسور او کنټرول سره مخامخ دي. پر دې سربېره، زیات شمېر رسنۍ تړل شوي او خپرونې یې په ټپه ولاړې ته دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button