نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د اسراییلو لومړی وزیر: زموږ پوځ په غزه کې ولسي مرګ‌ژوبله اړولي

د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ومنله چې پوځ یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولي ده

نتنیاهو له سي بي ایس سره په خبرو کې وویل چې پوځ یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې پاتې راغلی او غزه کې یې ملکي کسانو ته زیانونه رسولي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له سي بي ایس سره مرکه کې دا منلې، چې سرتیري یې غزه کې د ملکي وګړو د تلفاتو په کمولو کې پاتې راغلي دي. بنیامین نتنیاهو وايي، د سرتېرو هڅې یې په غزه کې د ولسي مرګژوبلې بریالۍ نه وې. نوموړي د دې نابریالۍ چارې لپاره خپل “دوښمن” پړ وباله.

د اسراییل د حماس د نابودۍ پلان لري

نتنیاهو وویل، چې د اسرائیلو پوځ د حماس له منځه وړلو لپاره کار کوي، خو دا ډله ملکي وګړي د “انساني سپر” په توګه کاروي.

نوموړی وايي، چې حماس د فلسطینیانو پروا نه کوي.

“بل شی چې زه یې ویلای شم دا دی، موږ به هڅه وکړو، چې دا کار د ملکیانو له لږو تلفاتو سره پای ته ورسوو. دا هغه څه دي چې موږ یې هڅه کوو، د ملکي تلفاتو کمول. خو له بده مرغه موږ بریالي نه یوو.”

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي

نور ولولئ: اسراییل اوربند نه کوي او جګړې ته یې لومړیتوب ورکړی

بلخوا د اسرائیلو پوځ وايي، د دوی جنګي الوتکو د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه کور په نښه کړی دی. ښاغلی هنیه دا مهال په قطر کې ژوند کوي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې چې د هغه کور “د ترهګرو د بنسټیزو مرکزونو او د دې ډلې د لوړ پوړو چارواکو لپاره د ناستې ځای په توګه کارېده.”د اسرائیلو پوځ ویلي، تېره شپه پر دغه ځای د برید لپاره له جنګي الوتکو کار اخیستل شوی دی.بي بي سي په خپلواکه توګه د اسرائیلي پوځ دا ادعا نه ده تایید کړې.

په ننني برید کې هم ولسي وګړي په نښه شوي دي

د حماس چارواکو نن سهار ویلي، اسراییلي چورلکو د خان یونس په ختیځ کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.

فلسطیني رسنۍ وايي، د غزې تړانګې په مرکز کې په یوه هوايي برید کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي دي.

تېره شپه اسرائیلي پوځ د بي بي سي خبريال لوسي ويليمسن او يوه امريکايي خبرياله د شفاه روغتون یوې څنډې ته بیولې وو او هغه وسلې يې ورته وښودلې چې ويل کېږي په روغتون کې يې موندلې دي.

د اسرائیلي پوځ لخوا د لګول شويو محدودیتونو له مخې لوسي ویلیمسن ته اجازه نه وه ورکول شوې چې له ډاکټرانو او ناروغانو سره خبرې وکړي ، خو د هغې راپور سانسور نه شو.

بلخوا د فلسطین اسلامي جهاد وايي، د دوی ځواکونه شفا روغتون ته څېرمه له اسرائیلي پوځ سره په “سختو نښتو” بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا جګړه شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې پیل شوه او ګڼه مرګ ژوبله په کې اوښتي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button