نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د اسراییل او حماس جګړه؛ دواړو لوریو د اروبند راپورونه رد کړل

نړیوالو رسنیو غزې ته د مرستو رسولو لنډ راپورونه ورکړل، خو څو شیبې مخکې دواړو لوریو رد کړل

رویټرز خبري اژانس، په مصر کې د سرچینو له قوله، د څو ساعتونو لپاره د غزې په سوېل کې د “اوربند” لپاره د هوکړې خبر ورکړی. د اوربند خبر له خپرېدو سره هممهاله زرګونه کسان د غزې او مصر ترمنځ پولې ته رسېدلي چې له غزې ووځي.

د خبر له مخې “اسرائیل، مصر او امریکا” دې هوکړې ته رسېدلي دي. خو حماس ویلي چې د داسې اوربند په اړه معلومات نه لري.

نور ولولئ: اسراییلو پر غزه اوبه بندې کړي دي

د موافقې له مخې اوربند به د ګرینویچ په وخت سهار شپږو بجو (په ځايي وخت نهه) پیل شي.

دغه راز ټاکل شوې وه په همدې دې وخت کې به د رفح لار هم د څو ساعتونو لپاره پرانیستل شي چې غزې ته بېړنۍ او بشري مرستې ورسول شي.

د رفع له پولې د بهرنیانو اوښتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ په قاهره کې د دې خبرې پخلی وکړ چې مصریان به د رفح لاره پرانېزي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې میشتو امریکايي وګړو ته سپارښتنه کړې وه چې په لومړني فرصت کې د رفح له پولې ووځي.

څو ساعته وروسته له هغه چې رویټرز د غزې په سوېل کې د بشردوستانه مرستو د ورلېږلو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره د اوربند په اړه راپور ورکړ، د حماس د رسنیو دفتر وویل، دوی د غزې په سوېل کې د بشري مرستو اوربند موافقې په اړه هېڅ معلومات نلري.

نور ولولئ: د اسراییل او فلسطین جګړه؛ له ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي

حماس په ورته وخت کې اعلان کړی د مصر له خوا یې د رفح لارې د بیا پرانستلو په اړه چې غزه له مصر سره نښلوي، هېڅ ډول تایید نه دی ترلاسه کړی.

د اسرائیلو یوه پوځي افسر هم د اوربند موافقه رد کړې

د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي، د غزې په سوېل کې له هېڅ راز اوربند خبر نه دی. هغه وویل: ” زه چې خبر یم د اوربند لپاره کومه موافقه نشته. خبرونه ګورم. خو د تایید لپاره هیڅ شی شتون نلري.”

بل پلو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي “موږ منځني ختیځ کې د ګړنګ پر غاړه ولاړ یو.”

هغه په یوه تازه اعلامیه کې له حماس غوښتي چې پر اسرائیل د تېرې اوونۍ برید پر مهال یرغمل شوي کسان له قید او شرط پرته خوشې کړي او پر اسرائیل یې غږ کړی چې هر څه ژر او له خنډ پرته اجازه ورکړي چې بشري مرستې غزې ته ورسېږي.

ښاغلي ګوتېرېش ویلي چې “په غزه کې اوبه، برېښنا او نور اړین توکي په خلاصېدو دي.”

د یادونې وړ ده چې د اسراییلو او حماس تر منځ څو ورځنۍ جګړې درانه زیانونه تر شا پرېښي او لا هم حالت د خرابېدو لوري ته روان دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button